امریکا دې د تپلي جنګ د اطلاعاتو اسناد ایران ته وسپاري
د ایران د پوځ د لویې درستیزولۍ د بې درکه شویو د لټون کمیټې قومندان وویل: امریکایان د ایران خلاف د عراق د بعث رژیم د تپلي جنګ اطلاعاتي اسناد په واک کښې لري چې باید د شهیدانو د جنازو د کره ځاې د موندلو په موخه دغه اسناد ایران ته وسپاري.
د ایرنا خبري آژانس د رپورټ له مخې جنرال محمد باقر زاده نن په دې خبرې سره چې د ایران په خاوره کښې د تپلي جنګ د شهیدانو د مړو لټون پاې ته رسیدلی دی، زیاته کړه: د عراق په خاوره کښې د بې درکه کسانو د جنازو تکل پیل شوی او دې ته په پام سره چې ایران د جنازو د ځاې په هکله معلومات نه لري، کله کله باید له ۴۰ نه تر ۱۰۰ کیلومیټرو پورې سیمه کښې لټون وکړي.
هغه زیاته کړه: تراوسه د ۴۵ زرو شهیدانو جنازې موندل شوې دي او د څلورو زرو نورو شهیدانو د جنازو لټون د عراق په خاوره کښې پیل شوی دی چې د ډیر وخت تیریدو او موسمي بدلونونو ته په پام سره دا یو ډیر سخت او وخت اخیستونکی کار دی.
یاده دې وي چې د عراق د له مینځه تللي ډیکټاټور صدام رژيم تیري ګر پوځ د ۱۹۸۰ میلادي کال د ستمبر په دوویشتمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د تنکي نظام د پرزولو په موخه د نړیوال استکبار په هراړخیزې مرستې سره په ایران باندې یو سخت جنګ وروتپه چې اته کاله یې دوام وکړ.
په دغه موده کښې له ۲ لکه او ۲۲ زرو زیات ایرانیان شهیدان او لږترلږه پنځه نیم لکه نور زخمیان شول.