مرتضی سرمدي او عبدالله عبدالله په تاجکستان کښې ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77232-مرتضی_سرمدي_او_عبدالله_عبدالله_په_تاجکستان_کښې_ملاقات_وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر قائم مقام او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Oct 13, 2018 02:20 Asia/Kabul
  • مرتضی سرمدي او عبدالله عبدالله په تاجکستان کښې ملاقات وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر قائم مقام او د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې مرتضی سرمدي پرون د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره په کتنه کښې په بریمنه توګه د دغه هیواد د راتلونکو پارلیماني انتخاباتو په ترسره کیدو باندې په ټینګار سره وویل: دوه اړخیز موضوعات د پنځګونو کاري کمیټو په چوکاټ کښې په ښه ډول تعقیبږي.

د ایران د خارجه وزیر قائم مقام د سیمې امنیتي حالت، په عراق او سوریه کښې د ترهګرو ډلو ماتې او افغانستان ته د دغو ترهګرو ډلو د کسانو انتقال او د مرکزي آسیا هیوادونو ته ورپیښ ګواښ تشریح کړ او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان امنیت خپل امنیت ګڼي او له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره به له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړي.

هغه همداشان وویل چې ایران به د تهران خلاف د امریکې د نویو یواړخیزو بندیزونو په وړاندې مقاومت وکړي.

په دغه کتنه کښې ډاکټر عبدا... عبدا... هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د جامع سند په نهايي کولو کښې چټکتیا ته د افغان حکومت چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل: د امنیت ټینګښت او اقتصادي ملګرتیاوې د کابل د حکومت وړومبیتوبونه دي.