د ایران اقتدار د شهیدانو د وینې پامته داره دی
د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د مشر قومندان جانشین وویل: د اسلامي ایران د ننی اقتدار د اسلامي انقلاب، سپيڅلې دفاع او د حرم د مدافع شهیدانو د میړنۍ او قربانیو پامه داره دی.
جنرال حسین سلامي بیګا د ایران د سویل په کیش جزیره کښې د حرم د مدافع شهیدانو د درنښت او یاد نمانځنې په دریمه غونډه کښې څرګنده کړه: دښمن نیت درلود چې له لویدیځو پولو څخه د ایران خاورې ته راننوځي خو ایراني ځوانانو تکفیري دښمنانو ته د سوریې په خاوره کښې ماتې ورکړه.
هغه همداشان د ایران د ماتولو لپاره د نړیوال استکبار هلوځلو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اقتصادي او سیاسي مقابلې لپاره د دې هیواد د تیلو د ۱۴ کلن عاید په اندازه یعنې د ۷۰۰ میلیارډ ډالرو لګول د هغو سترو لګښتونو یوه نمونه ده چې امریکې د ایران په ګونډو کولو لپاره بیله کړې ده.
جنرال سلامي له اسلامي ایران سره د نړیوالې ټولنې ملګرتیا ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د ایران د یوازې کولو لپاره د نړیوال استکبار کوششونه بې نتیجې پاتې دي.
هغه همداشان څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د بالسټک توغندیو د جوړلو په لړ کښې د نړۍ دریم هیواد دی.