دایران دپوځی سلاکارۍ شتون دامریکا درستې دسیسې شنډې کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77714-دایران_دپوځی_سلاکارۍ_شتون_دامریکا_درستې_دسیسې_شنډې_کړی_دی
دایران د وسلوال ځواک دغه ویندوی روښانه کړې ، امریکا داسلامی ایران له قدرت او معنوی نفوذ سره په مقابلې کې ناکامه شوې او له خپلو د ریځونو ئې شاتګ کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2018 11:02 Asia/Kabul
  • دایران دپوځی سلاکارۍ شتون دامریکا درستې دسیسې شنډې کړی دی

دایران د وسلوال ځواک دغه ویندوی روښانه کړې ، امریکا داسلامی ایران له قدرت او معنوی نفوذ سره په مقابلې کې ناکامه شوې او له خپلو د ریځونو ئې شاتګ کړی دی .

 دایران داسلامی جمهوریت دپوځ  ویندوی  سردار تورن جنرال  ابوالفضل شکارچی   نن  له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې   په سیمې کې  د مذهبی او فرقه پالو نښتو درامینځةکولو لپاره د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې   دجوړولو په باب دامریکائی  چارواکو  اعترافاتو ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  په سیمې کې د  ایران د پوځی سلاکارۍ   په شتون سره  دامریکا درستې دسیسې  شنډ او ناکامې شوی دی .

 سردار شکارچی  زیاته کړې ،  په سورئې کې د ایران  دسلاکارۍ شتون لامل شوی ،  دامریکا ،صهونیسټ رژیم ، آل سعود  او د اماراتود پیلو رژیمونو  په وړاندې  دمقاومت چورلیزبریالی شی . 

 سردار شکارچی  همدرااز  په لویدیځی آسیا سیمې کې له پوځی شتونه دامریکا موخو ته په اشارې سره  هم وئیلی دی ،  د ایران اسلامی جمهوریت   له قدرت او معنوی نفوذ سره مقابله او  د سیمې دهیوادونو  دشتمنیو  چورتالان او  نغَرل ، په لویدیځی آسیا کې   دشتون لپاره د امریکا موخې دی .

 دایران د وسلوال ځواک دغه ویندوی  روښانه کړې ، امریکا  داسلامی ایران  له قدرت او  معنوی نفوذ سره  په مقابلې کې  ناکامه شوې او  له خپلو د ریځونو ئې شاتګ کړی دی .

سردار شکارچی  ددې خبرې په کولو سره چې   په وروستیو کلونو کې ،  د مریکا پوځی ځواک  دایران  د وسلوال پوځ  میړنی ځواک سره  په مخامخیدا کې  له بلاغواړو چلندونو ډډه کوی ،زیاته کړې ، امریکایان پوهیږی  دایران داسلامی جمهوریت پوځ ، د هیواد مځکنۍ بشپړتیا  او د اسلامی نیالګی  په ساتنې کې  کلک هوډ لری او  تیریګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوی .