ایران پیاوړی اوماډرن شوی اودامریکادځوړتیانښې نښانې رابرسیره شوی
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همداراز دایران په ضد دخپلو څلویښت کلنو دسیسو په تحقق کې دسترې شیطانې امریکا ماتو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ د محصیلینو په لاس دامریکا دجاسوسۍ ځالې (سفارت ) نیول کیدا امریکا ته دایران دملت له خوا یوه سخته څپیړه وه .
داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. االعظمی سید علی خامنه ای له استکبار سره دمبارزې د ملی ورځې یعنی د لړم دمیاشتې د دیارلسمې په درشل کې په تهران کې د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې پخپلې ولولناکې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا ځوړتیا د نړۍ د معتبرو نظر خاوندانو په اجماع سره په یوه واقعیّت بدله شوې ،ټینګار کړی ، دایران ملت دخپلو ځوانانو په انګیزې ، لوړې روحیې او زیار او هڅې سره لازیات ځلیدونکی او لاغوره راتلونکی په وړاندې لری .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای همداراز دایران په ضد دخپلو څلویښت کلنو دسیسو په تحقق کې دسترې شیطانې امریکا ماتو ته په اشارې سره وفرمائیل ؛ د محصیلینو په لاس دامریکا دجاسوسۍ ځالې (سفارت ) نیول کیدا امریکا ته دایران دملت له خوا یوه سخته څپیړه وه .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دامریکا د :نرم قدرت : د ورستیدو او له مینځه تلو باندې مشتمل د نړۍ د معتبرو ټولن پیژاندو او ډیروسیاستوالانو اعتراف ته په اشارې سره زیاته کړې ، دامریکا نرم قدرت ،یعنی ، پر نورو هیوادونو دخپل نظر منل او تپل . اوس په ترټولو کمزوری ممکن موقعیّت کې دی او دامریکا د اوسنی ولسمشر واک ته درسیدو له وخت راهسې نه یوازې ملتونه بلکې داروپا حکومتونه، چین، ورسیه ، هند، افریقا اولاتینې امریکا هم دامریکا له فیصلو سره په ډاګه مخالفتونه کوی .
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای دامریکا دځوړتیا واقعیّت ته دسیمې دهیوادونو دپام په جلبولو سره وفرمائیل ؛ هغه کسان دې چې دا مریکا په ملاتړ سره حاضر دی ، دفلسطین موضوع په کلی ډول هیره کړی ، متوجه شی چې امریکا حتی پخپلې سیمې کې هم دځوړتیا په حال کې ده ، خو د دغې سیمې ملتونه او دهغو حقایق ژوندی اوتل پاتې دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز په تیرو څلویښتو کلونو کې له جنګ اواقتصادی بندیزونو د امریکا موخه ، د ایران دفلج کول او وروسته پاتیکول وبلل او ورښانه ئې کړې ده ، په اقتصادی جنګ کې هم هغه څه چې رامینځةشوی ، دامریکا د غوښتنې په اپوټه دی ،ځکه په داخل کې د تولید او په ځان دبسیاینې په لور حرکت ، چټک شوی ، او اوس دپوهنتونونو خوش فکره ځوانانو په سلګونو ډلې په هیواد کې په مهمو کارونو اوفعالیتونو بوختې دی .
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای ددې پوښتنې په ځواب کې چې له امریکاسره به د ایران دملت دښمنی اومقاومت تر کومه وخته دوام وکړی ، ؟ وفرمائیل ؛ کله امریکا خپل سلطه غواړی خوی پریږدی ،نو له هغو سره به هم دنورو هیوادونو په شان تعامل وکړو،خو دا موضوع لیرې ښکاری ، ځکه د استکبار ذات سلطه غوښتنه او سلطه پال خوی دی .
دوی همداراز ټینګار وکړ نن سبا یوازې هغه هیواد چې امریکا دهغو په فیصلو کې ډیر کم رول هم نه لری ، دایران اسلامی جمهوریت دی او دا ، د امریکا د ناکامۍ او ماتې په معنا دی .