امریکایان د ایران په ضد دپوځی ټاکنو دغوره کولو وس نه لری
سردار سلامی دایران په ضد د امریکا دبیا بندیزونو د اعمالیدا په باب هم ووئیل ، له دغو بندیزونو د ایران دتیلو داخستونکو اتو هیوادونو معاف کول ، پر امریکا دایران د بریالیتوب یوه ځلا ده او دا دامریکا ناکامی اوشاتګ نندارې ته وړاندې کوی .
زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د عمومی قوماندان جانشین سردار تورن جنرال حسین سلامی په یولړ څرګندونو کې روښآنه کړې ، دامریکا پوځی قدرت وروست شوی دی او دغه هیواد د ایران په ضد دپوځی ټاکنې لپاره مناسب سیاسی او اقتصادی شرائط نه لری .
سردار سلامی روښانه کړې ، دامریکا وروستیو ناکامیو ښودلې ده ،دایران په ضد له امریکا سره په دسیسو کې زیاتره هیوادونه ملګرتیا نه کوی او همداراز روښانه شوې ، چې هیڅوک په نړۍ کې په یوې سیمې باندې هم د امریکا دیرغلونو ملاتړ نه کوی .
سردار سلامی وئیلی ، دامریکا اقتصاد ددې جوګه نه دی ، چې دکوم نوی جنګ ملاتړ وکړائ شی ځکه دوی په لویدیځی آسیا سیمې کې څه دپاسه اوه ټریلیّن ډالر لګولی او هیڅ نتیجه ئې هم نه ده ترلاسه کړې .
هغه همداراز دایران دفاعی قدرت ته په اشارې سره زیاته کړې ، اسلامی ایران دقدرت هغه ځای ته رسیدلی ، چې د دښمنانو ته داغیز من غبرګون دښودلو دتوان له نظره ، په لازمو شرائطو کې د هغوی حیاتی ګټې ګواښلی شی .