دایران خلک به زور وینه له مینځه یوسی
-
سعودي عربستان له سیمې د وراخوا قدرتونو لپاره د مصرف نیټه لري او د عربستان چارواکي باید دسیمې له نورو هیوادونو د عبرت درس واخلي .
زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی وویل د ایران خلک به زور وینه او بدمعاشۍ چې د هر هیواد لخوا وی له مینځه یوسی او تاریخ دایران دخلکو ددغه کړچار او کلتور ګواه دی .
بهرام قاسمی په دې خبرې سره چې امریکا د ایران دخلکو د ځورولو او کړولو لپاره خپلې ټولې هڅې کارولی دی وویل امریکا داسې فکر کوی چې په ناپوهه کړچار ، دروغ ویلو او چلول سره کولای شی دایران دخلکو وحدت او اتحاد کمزوری کړی خو دایران خلک امریکا دیوه(۱) یاغی او د تیریګر حکومت په توګه پیژندی .
قاسمی په دې خبرې ټینګار سره چې دامریکا کړچارونه د مینځنیو پیړیو دی وویل د سپینې ماڼۍ سلاکاران له توهم او زیات غوښتنې سره مخ شوی او همدغه چارې دهغوې لپاره پرله پسې غلطیانې رامینځته کړی دی نو ځکه خو ایران امریکا ته سپارښتنه کوی له غوسې او له ناپوهې لاس واخلی .
دایران دخارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي دغه راز د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلی وو نړۍ باید په هغه څه چې د ایران او دترکیې لخوا ګواښ بلل شوی تمرکز وکړی وویل سعودی عربستان غلطۍ کوی او ډیر زر به پښیمانه شی .
هغه ټینګار وکړ سعودی عربستان له سیمې د وراخوا قدرتونو لپاره د مصرف نیټه لری او د عربستان چارواکی باید دسیمې له نورو هیوادونو د عبرت درس واخلی .
بهرام قاسمی په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ د جنګولو لپاره معلوم سیاستونه لری وویل عربو هیوادونو ته د اسرائیلو د لومړی وزیر نتانیاهو سفر د عربواو د اسلامی حکومتونو ترمینځ د درز د رامینځته کولو لپاره هڅه ده .