ایران دوسلو په ځینو برخو کښې د نړۍ بره قدرت دی
-
سعودي عربستان له امریکا او چین وروسته د نړۍ دریمه(۳) پوځي بودجه بیله کړي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د هوایی ځواک قومندان امیر علی حاجی زاده وویل ایران د وسلو په ډیرو حوزو کښې د نړی لومړی(۱) او بره قدرت دی .
هغه پرون د ایران په لویدیځ کښې د قزوین ولایت د درې زره (۳۰۰۰)شهیدانو په ملی غونډې کښې وویل نن سبا ایران په یوه(۱) پوځی قدرت بدل شوی دی او هیڅ هیواد له دغه چارې انکار نشی کولای .
د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران د هوایی ځواک قومندان امیر علی حاجی زاده دایران پرضد د وسلو بایکاټونو ته په اشارې سره وویل دغه بایکاټونه سبب شول چې په ایران کښې په ډیرو کمو پیسو او په ډیر لوړ کیفیت سره وسلې جوړې شی او دایران اسلامی جمهوریت حتی خپلې وسلې صادرولی هم شی .
هغه په دې خبرې سره چې ایران دسیمې له ځینو عربو هیوادونو څخه په ډیرې کمې بودجې سره د مینځنی ختیځ د پوځی قدرت په سر کښې دی وویل سعودی عربستان له امریکا او چین وروسته د نړۍ دریمه(۳) پوځی بودجه بیله کړی ده خو ددومره زیاتې پوځی بودجې مصرفولو د عربستان لپاره قدرت نه دی تولید کړی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د۲۰۱۶ میلادی کال داګست په ۳۱نیټه د دفاع وزارت د متخصصانو، محققانو ، چارواکو او د وزیرانو په ټول کښې په وینا کښې د دفاعی او دیرغلیز توان زیاتول د ایران داسلامی جمهوریت مسلم حق بللی وو .