ټرمپ په نړۍ کې د امریکا څیره نوره هم کرکجنه کړی ده
د اسیا په لویدیځه سیمه کی د ال سعودو او صیهونیسټ رژیم جنایتونه د امریکا په ملاتړونو سره ترسره کیږی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په نړۍ کې د امریکا څیره نوره هم منفوره کړی ده .
ایت ا... امامی کاشانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د دې خبرې په کولوسره چی په امریکا کې هیڅ وخت د دغه هیواد د ولسمشر څیره له اوسنی وخته زیاته منفوره نه وه ، جوته کړه د امریکا حکومت په پراخ فساد ، خونړی جنګ او له صیهونیسټ رژیم او عربستان په ملاتړ سره په نړۍ کې بدترینه څیره لری .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ د نړۍ هیوادونو له امریکا واټن نیولې دې او دا ښی چی په نړۍ کې له امریکا کرکه ورځ په ورځ زیاتیږی .
ایت ا... امامی کاشانی وویل د امریکا په مقابل کې په نړۍ کې د اسلامی ایران عزت ورځ په ورځ زیاتیږی او دنړۍ هیوادونه د ایران اسلامی جمهوری نظام صادق او امین بولی او دغې موضوع ته متوجه شوی دی چی د امریکا د دروغجنو تبلیغاتو په اپوټه ایران هیڅکله په جنګ او وینه بهونې پسې ندې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د یمن د خلکو په وړاندی د ال سعودو رژیم او د فلسطینی ولس په وړاندې د صیهونیسټانو جنایتونو ته په اشارې سره وویل د اسیا په لویدیځه سیمه کی د ال سعودو او صیهونیسټ رژیم جنایتونه د امریکا په ملاتړونو سره ترسره کیږی .