د ایران او عراق ولسمشرانو د اقتصادی اړیکو په لوړتیا ټینګار وکړ
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی وویل د ایران او عراق د اقتصادی اړیکو د لوړتیا امکان تر ۲۰ میلیارډ ډالرو پورې موجود دې .
ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کی له خپل عراقی هم څنګ برهم صالح سره په ګډه خبری غونډه کی د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه پلاویو غونډې ته په اشارې سره وویل په دغه غونډه کې د دوو اړخیزو اړیکو د جاج په ترڅ کې دواړو لورو د سیاسی ، کلتوری او اقتصادی اړیکو د پراختیا د بهیر په دوام ټینګار او په دغه ټکی هم اعتراف وکړ چی د اړیکو د پراختیا لپاره ډیر ظرفیتونه موجود دی چی باید له هغو ګټه پورته شی .
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړه د عراق د جنوب له بصرې سره د ایران د جنوب لویدیځ د شلمچې د اورګاډی د ګنډلو سریزې په بشپړه برابرې دی او د اورګاډی د پینځه دیرش کلومیټره پټلۍ په بشپړیدا سره به د تجارتی جوپو او د ایران او عراق ترمینځ د مسافرانو په تیره بیا د اربعین په ورځو کې د انتقال بهیر اسان شی .
د اسلامی ایران ولسمشر ټینګار وکړ د عراق امنیت او پراختیا د ایران امنیت او پراختیا ده او د دواړو ملتونو ډیرې نږدې اړیکی باید ورځ په ورځ ژورې او د دو ملګرو هیوادونو سیاسی او اقتصادی ګډې ملګرتیاوې له مخکې زیاتې پیاوړی شی .
د عراق ولسمشر برهم صالح هم وویل سیمه نوی نظم ته اړتیا لری تر څو د ملتونو ګټې تامین شی چی په دې زمینه کی د اسلامی ایران رول ډیر مهم دې او عراق هم باید مهم رول ولوبوی .
برهم صالح زیاته کړه عراق د دواړو هیوادونو د اړیکو او ګډو پیوندونو لپاره ډیر اهمیت ته قایل دې او هیله من دې چی دغه اړیکی پراخې شی .
د عراق ولسمشر نن د یوه لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ د اسلامی ایران له لوړ رتبه چارواکو سره کتنې لپاره تهران ته راغې .