ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۷-۰۸-۲۶
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په دې پروګرام کښې به د ايران د تېرې هفتې د ډېرو مهمو پېښو شننه او څېړنه ستاسو عزتمنو دوستانو په خدمت کښې وړاندې کړوو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تېره هفته د انډونېشيا د ۲۰۱۸ کال په اور اېشين لوبو کښې د ايران د لوبو دکاروان د اتلانو او مېډال راوړنکو په کتنه کښې د جانبازانو او معلولانو له وياړ رامنځته کونې څخه د ستائنې ترڅنګه دغه اتلولۍ د پټو ظرفيتونو د کارولو او کلکې ارادې ښودونکې وبللې.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل: « په داسې حالاتو کښې چې ځينې په نړيوالو مېدانونو کښې د کفر او استکبار د محاذ د بې پايانه توقعاتو د يرغل په وړاندې د مقاومت توان نه لري او په شاتګ کوي،تاسو په کلتوري قوت ښودلو او ټينګ اودرېدنې سره له خپل ملي او ديني حجاب او پاکلمنۍ څخه دفاع وکړه چې زۀ په همدې وجه د زړۀ له تله او د زړۀ په مينې سره د ايران د اسلامي جمهوريت د لوبو د کاروان له غړيو څخه مننه کوم.»
د ايران د لوبو کاروان د انډونېشيا د ۲۰۱۸ کال د اور ايشين لوبو په دريمه دوره کښې د سرو زرو د ۵۱ د سپينو زرو د ۴۲ او د زيړو ۴۳ يعنې په مجموعي توګه د ۱۳۶ مېډالونو په ګټلو سره د دغو سياليو په دريمه رتبه کښې راغے.
د ۲۰۱۸ کال په اور اېشين لوبو کښې د ايران د لوبو د ټيم د اتلانو او مېډال راوړنکو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېنا داسې ارزښتناک ټکي لري چې د مضبوطې ارادې او له اميد نه د ډکې روحيې د لرلو ښودنه کوي.
حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي له خپلو ديني او ملي ارزښتونو څخه په دفاع کښې د جانبازانو او معلولانو لوبغاړو په تېره بيا د ښځو لوبغاړو په ځان باور، يو ډېر ښه او د ستائنې وړ اقدام وبلۀ او زياته يې کړه: د يوې په څادر او حجاب پټې او يا له جَمعې سره د نمونځ کونکې او د جُمعې په نمانځه کښې د حاضرېدونکې مېرمن لخوا د ايران د لوبو د کاروان بېرغوالي د نړۍ د زياتېدونکې بې خرته ازادۍ او بداخلاقۍ د يرغل په وړاندې د ټينګ اودرېدنې او د دغه يرغل په وړاندې د نه تسلمېدنې په معنا ده.
له دې امله چې په نړيوالو سياليو کښې د ايران د مډال راوړنې وياړ رامنځته کول د ديني او ملي ارزښتونو په ساتنه باندې په تاکيد سره دي او دغه ارزشتناک حرکت په ټولو ډګرونو کښې د سترو کاميابيو د ترلاسه کولو لپاره د ايراني لوبغاړو اراده او انګېزه زياته کړې ده.
تېره هفته نيويارک ټائمز امريکائي ورځپاڼې د ايراني چارواکو او شخصيتونو د وژلې لپاره د سعودي د پلانونو خبر ورکړ.
نيويارک ټائمز وليکل؛ د سعودي له وليعهد بن سلمان سره نزدې استخباراتي چارواکو تېر کال د خصوصي شرکتونو لخوا د ايراني چارواکو د وژلو لپاره د سوداګرو له يوې ډلې سره خبرې کړې دي.
نيويارک ټائمز وليکل، سعودي چارواکو د خاشقجي قتل د جنرل احمد العسيري په حکم خپل سري عمليات بللي دي خو العسير د تېر ۲۰۱۷ کال په مارچ کښې په هغه غونډه کښې موجود ؤ چې پکښې ځينو سوداګرو د ايران د اقتصادو د تباه کولو لپاره يو دوه ميليارډ ډالري پلان برابر کړے دے.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له العربي الجديد قطري ورځپاڼې سره په مرکه کښې د ايراني چارواکو او شخصيتونو د قتلولو لپاره د سعودي د منصوبو په باره کښې د نيويارک ټائمز امريکائي ورځپاڼې رپوټ تائيد کړ او وې ويل ايران له دې مخکې اطلاع لرلې ده.
ظريف زياته کړه، سعودي په رسمي توګه اعلان کړے دے چې د جنګ لمن به د ايران دننه ته ارتوي او د ايران اسلامي جمهوريت له دې وروسته په تېره بيا د هېواد د ختيځ په پولو کښې د ترهه ګرو وسله والو ډلو له فعاليتونو سره مخامخ شو او داعش د اسلامي شورا په جرګې د حملې په شمول د ترهه ګريزو عملياتو اقدام وکړ.
امريکه، سعودي او اسرائيل په سيمه کښې د ترهه ګرۍ درې ملاتړ عناصر دي. په دې زمينه کښې برطانوي ګارډين ورځپاڼې په يو رپوټ کښې د منافقينو د ترهه ګرې ډلګۍ اقدامات وڅېړل.
د ګارډين د ليکنې له مخې له امريکې سره د دغې ډلګۍ نزدېکت په ۲۰۰۳ کال کښې د امريکې په لاس د عراق د نيولو له وخت نه شروع شو او منافقينو د صدام په نسکورېدو سره امريکې ته مخه کړه. امريکې د ۱۹۹۰ مې لسيزې په وروستيو کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د يو چټکه اقدام په قالب کښې دغه ډله د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې راوستلې وه. خو امريکايانو له دغې ډلې څخه له ايران سره د مقابلې لپاره د يوې وسيلې په توګه استفاده وکړه.
نيويارک ټائمز د ۲۰۰۳ کال په مۍ کښې وليکل؛ د دغه تنظيم په غونډو کښې د ګډون لپاره ځينو سياسي شخصيتونو ډېرې زياتې پېسې ترلاسه کړې دي. له دغو کسانو څخه يو جان بولټون دے چې څو ځل يې په دغو غونډو کښې ګډون کړے دے او له ۱۸۰ زره ډالرو نه زياتې پېسې يې ترلاسه کړې دي. ځينې مالي رپوټونه د دې ښودنه کوي چې په ۲۰۱۷ کال کښې په يو لړ مراسمو کښې يوازې د ګډون لپاره څلوېښت زره ډالر بولټون ته ورکړې شوي دي.
امريکې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه ترهه ګر په ښه او بد دوو ډلو وېشلي دي. خو له ترهه ګرۍ سره د امريکې ادعائي مبارزې د بې ګناه انسانانو له قتل عام نه بغېر څه نتيجه نه ده لرلې.
واټسون نړيوالې ادارې چې مرکزي دفتر يې د امريکې په پېنسلوانيا کښې دے په يو رپوټ کښې وليکل:
د ۲۰۱۱ کال د ستمبر د يولسمې له حملو نه وروسته د ترهه ګرۍ په خلاف د امريکې د تش په نامه جنګ د شروع کېدو له وخت نه په عراق، افغانستان او پاکستان کښې لږ تر لږه له پينځولکو نه زيات کسان وژل شوي دي.
د امريکې له اقداماتو څخه رامنځته شوې بدبختي په عراق، سوريې، لېبيا او يمن کښې د تباهيو سبب شوې او داعش او له القاعدې سره وابسته ګڼ شمېر ترهه ګرې ډلې يې رامنځته کړې دي.خو د دغو ټولو رسوايو باوجود امريکائي چارواکي ځانونه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې مدعي بولي او ايران له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.
د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس مشر يوکيا امانو تېره هفته په ديارلسم ځل په برجام کښې په خپلو ژمنو د ايران پابندي تائيد کړه.
گوينده /
د دغو رپوټونو د خپرېدو باوجود د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مۍ په اتمه نېټه د ايران له اېټمي موافقې يا برجام څخه د امريکې د وتلو اعلان وکړ او د نومبر په ۵ نېټه د ايران په خلاف د بائيکاټونو نوې دوره چې په مهمه توګه د ايران د تېلو صادرات، بېنکي ، هوائي او سمندري چلند صنائع شامليږي اجرا کړه.
د څلور جمع يو ډلې هېوادونو تاکيد کړے دے چې د تهران چارواکو په کامله توګه د اېټمي موافقې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل کړے دے او هيله من دي چې هغوي به د برجام د ساتنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او وسائلو کار واخلي.
د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر سيد کمال خرازي تېره هفته په پېرس کښې د فرانسې له وزيراعظم دومېنک ډوېلپېن سره په کتنه کښې د سيمې مسائلو، په تېره بيا له برجامه د امريکې د وتلو او د اروپايانو هغې ژمنې ته چې د دغې موافقې په وړاندې يې په غاړه لري اشاره وکړه او وې ويل: اروپا پکار دي زرترزه په خپلو ژمنو عمل وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال عباس عراقچي هم د اېټاليا د سېنټ د بهرنيو چارو د کمېشن له مشر «ويټو روزاريو پېټروچلي» سره په کتنه کښې وويل، دا نېغ په نېغه د اروپا ذمه واري ده چې له دغې نړيوالې موافقې څخه د امريکې په وتلو او د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د پرېکړليک په خلاف ورزۍ سره د برجام د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال تاکيد وکړ چې ايران د برجام په وړاندې په بشپړه توګه دخپلو ژمنو عملي کولو سره خپله ذمه واري قبلونه اثبات ته رسولې ده او ضروري ده چې په مقابل کښې اروپا اجازه ورنکړي چې امريکه په نړيوالې ټولنې باندې د خپلې يو اړخيزپالنې د تپلو لپاره له مالي او پېسو له مسائلو څخه د يوې وسلې په توګه ناوړه استفاده وکړي.
له برجامه د امريکې يواړخيزه او غېر قانوني وتنه او د ايران په خلاف د دغه هېواد د بنديزونو لګونه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي او د نړيوالې ټولنې د نظرونو او ليدتوګو د بې احترامۍ او ورته د بې پامۍ په معنا ده.
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي غلامعلي خوشرو د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د تېرې جمعې ورځې په وېنا کښې د امريکې په يو اړخيزپالو سياستونو سخته نيوکه وکړه او وې ويل: د امريکې د خودسرو سياستونو او يو اړخيزو اقداماتو د نړيوالو ملګرتيا او څو اړخيزپالنې بنيادونه په خطر کښې اچولي دي.
د ايران د فوځ د سمندري ځواک قوماندان اميرالبحر جنرل حسين خانزادي تېره هفته د يو فوځي پلاوي په مشرۍ د هند بحيرې د څنډې د هېوادونو آئي او اېن اېس د لسمې کليزې په مناسبت غونډه کښې د ګډون لپاره د هند پائتخت نوي ډيلي ته لاړ.
هغه په دغه سفر کښې د دغې ډلې د اوسني مشر په توګه د هند د سمندري ځواک له قوماندان، د غړيو هېوادونو د سمندري ځواک له نورو قوماندانانو او د هند د دفاع له وزير سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.
د هند د بحيرې د څنډې د هېوادونو غونډې لس کاله وشول چې د ډله ايز امنيت د ترلاسه کولو لپاره د دغې سيمې د هېوادونو ترمېنځ د چاپېريالي معلوماتو د زياتېدو او ملګرتياو په هدف سره جوړيږي. د هند بحيرې د شمال د هېوادونو په دغه ډله کښې درويشت دائمي غړي او نهه څارونکي غړي شامل دي. د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ سمندري ځواک د هند د بحيرې د سيمې د هېوادونو د دغې ډلې دوره اي مشري د دوو کالو مودې لپاره په غاړه لري.
د هند بحيره ډېر زيات اهميت لري او په نړيوال تجارت کښې زياته او تقريباً دريمه برخه ونډه لري. د نړۍ د انرجۍ د زېرمو اويا فيصده برخه د اېشيا د لويديځ په سيمه کښې ده او هره ورځ د اولس ميلين بېرله تېل د صادراتو لپاره د هرمز له تنګۍ څخه تېريږي او له دې وروسته د هند بحيرې ته داخليږي.
دغه سيمه د دې ظرفيت لري چې زياته سرمايه توليد کړي نو ځکه مختلف قوتونه ورباندې د تسلط پېدا کولو په لټه کښې دي او تل يې پکښې شتون لرلے دے. امريکې خپله يوه ډېره لويه جنګي بېړۍ د هند په بحيره کښې اودرولې ده.
د ايران د سمندري ځواک قوماندان اميرالبحر جنرل حسين خانزادي وائي: له ۲۰۰۷ کال راهسې چې سمندري ډاکوان په دغه سيمه کښې خپل اوج ته رسېدلي وو له يو لړ ناامنيو سره مخامخ شوو چې ضروري وه د سيمې هېوادونه يې لپاره څه تدبير ولري.
د ايران اسلامي جمهوريت تقريبا درې زره کېلوميټره سمندري پوله او پينځه زره اوۀ سوه کيلوميټره ساحل لري او د دغې سيمې د سمندري امنيت د ساتنې لپاره د زيات اهميت قائل دے.
-------------