ظریف په روم کښې له لاوروف سره وکتل
د ایران خارجه وزیر پرون په روم کښې د مدیترانه خبرواترو د کانفرنس ترڅنګ له خپل روسي همرتبه سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو، د ایټمي موافقې د وروستیو بدلونونو او سیمه ایزو مسائلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ایران او روسیې د خارجه وزیرانو یعنې محمد جواد ظریف او سرګئي لاوروف د ملاقات ترټولو مهمه چورلیز د سوریې او یمن بدلونونه وو.
د ایران خارجه وزیر له دې مخکښې له خپل جاپاني همرتبه سره کتلي وو. ظریف همداشان د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سټیفن ډیمیستورا سره هم وکتل او د سوریې د وروستیو بدلونونه په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
په دغه کتنه کښې دواړو لورو د کړکیچ د سیاسي حل لارې څیړنه وکړه او د اساسي قانون د برابرولو د کمیټې، د سوریې د بیارغونې او انساني مرستو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزر د مدیترانه ایزو خبرواترو په کلیزه غونډه کښې د ګډون په موخه د ایټالیا پلازمینې روم ته سفر کړی دی.