ولايتي: د مسلمانانو يووالے د لويديځو قوتونو موازنه ماتوي
په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وويل، د مسلمانو ملتونو په اتحاد او يووالي او د مقاومت د مرکز په رامنځته کېدو سره د لويديځو والو دسيسې او د قوت موازنه به چې د قدس د نيواکګر رژيم د امنيت او ګټو پوره کولو لپاره ده له ماتې سره مخامخ شي.
د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر علي اکبر ولايتي پرون د اسلامي بېدارۍ د عالي شورا د يولسمې غونډې تر څنګه د اسلامي جهاد او حماس غورځنګونو د نمائندګانو د لوړ پلاوي په کتنه کښې وويل، فلسطين له صهيونېسټانو سره په مبارزه کښې يوازې د ځان دفاع نه کوي بلکه د ټول اسلامي امت دفاع کوي او د اسلامي انقلاب معظم رهبر تل تاکيد کړے دے چې د اسلامي نړۍ اصلي مسئله د فلسطين مسئله ده او دا موضوع ډېره مهمه ده.
د فلسطيني پلاوي غړيو هم په دغه کتنه کښې د ايران له ملت او حکومت څخه د قدرونې ترڅنګه تاکيد وکړ، نن د صهيونېسټ رژيم د خطر لمن د ټول اسلامي امت لوري ته د غزېدو په حال کښې ده او دغه د دغه ماشومان وژونکي رژيم اصلي واقعيت دے.
د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د عالي شورا يولسمه غونډه وړمه ورځ په تهران کښې وشوه.