دایران وسله وال ځواکونه پیاوړی او دفاعی دی
-
د فلسطین د خلکو مقاومت د صهیونیسټ رژیم د ماتي سبب شو .
زمونږ خبریال وایی د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب «سید محمد حسن ابو ترابی فرد» دایران داسلامی جمهوریت وسله وال ځواکونه قدرتمن ، دفاعی او امنیت رامینځته کونکی وبلل .
هغه دتهران د نن ورځې د جمعې لمانځه په خطبو کښې دایران د پوځ دسمندری ځواک نوی کیدا ته په اشارې سره ددښمن له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د وسله والو ځواکونو د اقتدار او د وس د زیاتیدا پراړتیا ټینګار وکړ .
د لیندۍ دمیاشتې اومه(۷) دایران داسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک د «پیکان» د جنګی کشتۍ د عسکرو د حماسې د رامینځته کولو کلیزه وه .
په دې ورځ د ایران د «پیکان» په نوم دجنګی کشتۍ ځواکونو په «مروارید» نومی پوځی عملیاتو کښې په یوې یاد پاتې حماسې رامینځته کولو سره د عراق د «البکر» او د« الامیه» د تیلو دصادراتو په ټرمینلو حملې سره دریمه(۳) برخه ټرمینلونه ویجاړ کړل او ددغو ټرمینلونو په ترټولو لوړې ستنی یې دایران بیرغ ورپوه .
دایران دجمعې لمانځه موقته امام ابوترابی دغه راز د بسیج د اونۍ په درنښت سره چې د نوامبر دمیاشتې له شلمې(۲۰) تر شپږویشتمې(۲۶) ولمانځل شوه وویل بسیج په اسلامی ایران ، عراق ،سوریې ، یمن ، فلسطین ، لبنان او ټولې اسلامی نړۍ کښې د مستکبرانو په مقابل کښې په قدرت سره دریدلی دی او بسیج ځواک استکبار او دسلطې نظام ته ډیرې څپیړې ورکړی دی او بیا به یې هم ورکړی .
هغه په دې خبرې سره چې اسلام د وحدت او کوټلتیا دین دی وویل نن سبا د« ولایت فقیه» تر سیوری لاندې چې ټول مسلمانان هغه ته دضرورت د لرلو په هکله یوشان نظر لری د عزت بخښونکی او د ویاړ رامینځته کونکی وحدت لپاره لاره برابره شوی ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ابو ترابی فرد له فلسطینیانو څخه د صهیونیسټ رژیم ماتی خوړلو ته په اشارې سره وویل د فلسطین د خلکو مقاومت د صهیونیسټ رژیم د ماتی سبب شو .
هغه دصهیونیسټانو په مقابل کښې د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ .