جرمنی د امریکا دبندیزونوپه مقابل کې دایرانیو بانکونو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78575-جرمنی_د_امریکا_دبندیزونوپه_مقابل_کې_دایرانیو_بانکونو_ملاتړ_کوی
دامریکا خزانې وزارت دنومبر له پنځمې نیټې دایران په ضد د غیر قانونی اویو اړخیزو بندیزونو د بیرته لګولو په موخې سره دایران څه دپاسه اوه سوه کسان او شرکتونه د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړی دی . خو اروپائی هیوادونه هڅه کوی ، له ایران سره د خپلو تجارتی اړیکو په ساتلو او له دغه ډول بندیزونو سره دمقابلې لپاره کوټلی اقدامات وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 01, 2018 11:16 Asia/Kabul
  •   جرمنی د امریکا دبندیزونوپه مقابل کې دایرانیو بانکونو ملاتړ کوی

دامریکا خزانې وزارت دنومبر له پنځمې نیټې دایران په ضد د غیر قانونی اویو اړخیزو بندیزونو د بیرته لګولو په موخې سره دایران څه دپاسه اوه سوه کسان او شرکتونه د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړی دی . خو اروپائی هیوادونه هڅه کوی ، له ایران سره د خپلو تجارتی اړیکو په ساتلو او له دغه ډول بندیزونو سره دمقابلې لپاره کوټلی اقدامات وکړی .

ډویچه ویلې  ټیلیویژنی چینل  راپور ورکړی ، د جرمنی  د هامبرګ  یوې ایالتی محکمې  بیګا  په دغه ښار کې د  دیره  ایرانیو بانکونو  په شکایتونو  له غور وروسته  په یوې فیصلې کې دایرانیوبانکو په حق کې فیصله ورکړه . 

 دغې محکمې   دجرمنی د مخابیراتو  له شرکته غوښتی ،   په دغه هیواد کې دیره دایرانیو بانکونو  دټیلیفون  او انټرنیټ کرښې دې  بیرته  آزادې کړی .

دجرمنی ټیلی کام  شرکت  دنومبر له مینځیو   دایرانیو بانکونو ټیلیفونونه اوانټرنیټ غوڅ کړی ؤ .

 داپه  داسې حال کې دی چې  دامریکا خزانې وزارت  دنومبر له پنځمې نیټې  دایران  په ضد د غیر قانونی اویو اړخیزو  بندیزونو د بیرته لګولو په موخې سره  دایران  څه دپاسه اوه سوه کسان او شرکتونه  د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړی دی .  خو اروپائی هیوادونه  هڅه کوی ،  له ایران سره د خپلو تجارتی  اړیکو په ساتلو  او له دغه ډول بندیزونو سره  دمقابلې لپاره کوټلی اقدامات وکړی .