ظریف :امریکا سیمه د باروتو ډپو کړی ده (ویډیو)
د ایران خارجه وزیر وویل په امریکایی ورځپاڼو کې مې لوستلی دی چی په یمن کی د القاعده او په سوریه کی د داعش په لاس کې امریکایی وسلې دی او دا هغه خطره ده چی تل مینځنی ختیځ ګواښی .
زمونږ خبریال راپور راکوی دایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف وویل امریکایانو سیمه د باروتو په ډپو بدله کړی ده چی دا د هغه ډیر خطرناک سیاست ښودنه کوی چی هغو یې په مینځنی ختیځ کې تعقیبوی .
ښاغلی ظریف دسیمې د داخلی ارتباطاتو او ترهه ګرۍ د چیلنجونو په اړه زیاته کړه دغه سیاست سبب شوی دی چی مینځنی ختیځ د ډیرو پرمختللیو وسلو په ډپو بدله شی چی له بده مرغه د سیمې له امنیت او سولې سره هیڅ مرسته نده کړی .
ښاغلی ظریف همداراز د ایران پرضد د امریکا د توغندوی تورونو په اړه وویل امریکایانو هره هڅه کړی ده چی د ایران او اروپا په اړیکو کی خنډ رامینځته کړی او حتی له دې مخکې چی د ایران او اروپا اړیکی په خطر کی واچوی د هغو هڅه دا ده چی سیمه ایزې مسلې اپوټه وښی .
د ایران خارجه وزیر وویل په امریکایی ورځپاڼو کې مې لوستلی دی چی په یمن کی د القاعده او په سوریه کی د داعش په لاس کې امریکایی وسلې دی او دا هغه خطره ده چی تل مینځنی ختیځ ګواښی .