امریکا او اسرائیل د چابهار د برید ملاتړی دی
Dec 10, 2018 13:02 Asia/Kabul
-
دسیمې ځینې عرب مرتجع حکومتونه دامریکا او دصهیونیسټ رژيم د اوزار په توګه د ایران دملت پرضد ناوړه خوځښتونه کوی .
زمونږ خبریال وایی د ایران دقضایی قوې مشر «ایت الله صادق املی لاریجانی »وویل د چابهار ترهګره حمله تکفیری وهابی حرکت وو او ددغو ترهګرو اقداماتو د ښکاره ملاتړو په سر کښې امریکا او صهیونیسټ غاصب رژیم شتون لری .
هغه نن دلوړرتبه قضایی چارواکو په غونډې کښې په چابهار کښې ترهګرو عملیاتو ته په اشارې سره وویل دسیمې ځینې عرب مرتجع حکومتونه دامریکا او دصهیونیسټ رژیم د اوزار په توګه د ایران دملت پرضد ناوړه خوځښتونه کوی چې البته دایران اسلامی جمهوریت به په قدرت سره دغه خوځښتونه تعقیب کړی .
ټیګونه