ظريف او لاوروف د سوريې په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې
Dec 13, 2018 03:14 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت او روسيې خارجه وزيرانو د سوريې د وروستيو حالاتو په باره کښې ټيلفوني خبرې اترې وکړې.
محمد جواد ظريف او سرګئ لاوروف بېګا په دغو خبرو اترو کښې د سوريې د بحران د سياسي حل لارې په اړه غور او صلاح مشورې وکړې.
ايران او روسيه د اېشيا په لويديځ سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمينه کښې يو شان دريځونه لري. د سوريې په بحران کښې ايران او روسيه د ترکيې په ملګرتيا او ګډون سره په آستانه کښې د سوريې د صلحې د خبرو اترو سرپرستي په غاړه لري.
د آستانې د خبرو اترو چلند يوازېنے چلند دےچې امريکې له ارادې نه بهر د سوريې د بحران څېړنه کوي او همدغه موضوع د سوريې د بحران په هواري کښې د تاثير کولو او د قوت ټکے دے.
ټیګونه