له فلسطين څخه ملاتړ، د ايران د اسلامي جمهوريت پرېکنده سياست
د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د پالېمان د مشر او د سياسي دفتر د غړي محمود الزهار په مشرۍ د فلسطين د قانونګزارۍ د جرګې د غړيو يو پلاوے تهران ته راغلے دے.
فلسطيني پلاوي د ايران له خارجه وزير محمد جواد ظريف او د ملي امنيت د عالي شورا له سېکتر علي شمخاني سره ليدنې کتنې وکړې. په دغو ليدنو کتنو کښې د فلسطين د ملت د برخليک په وړاندې د ايران د بهرني سياست د محور په توګه مهمو او بنيادي موضوعاتو باندې تاکيد وشو.
علي شمخاني په دې اړه وويل: «هر هغه اقدام چې د اسلامي نړۍ د ترټولو اصلي ګواښ په توګه له صهيونېسټ رژيم سره د مبارزې په لار کښې د انحراف د رامنځته کېدو سبب کيږي، د نړۍ له مسلمانانو سره خيانت ګڼل کيږي.»
د ايران خارجه وزير هم د فلسطين د پارلېمان د ړنګېدو په اعلان باندې د افسوس په څرګندولو سره دغه کار د ډېموکرېټکو اصولو په خلاف او د صهيونېسټانو د ناوړې استفادې سبب وبلۀ او د مقاومت په محوريت سره د فلسطيني ملت د وحدت په ضرورت تاکيد وکړ.
د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو د مشر محمود عباس لخوا د فلسطين د پارلېمان ړنګول يوه د غور وړ مسئله ده. د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ د يوې بيانيې په صادرولو سره په فلسطينيانو باندې د دغې فېصلي د خطرناکو پائلو په اړه د خبرداري په ورکولو سره وويل: «د هم هغې وسله والې مبارزې د مشروعيت يوازېنۍ سرچينه وسله او د دغه مشروعيت په اړه هر هغه اقدام دے چې د خلقو له ملاتړ سره مخامخيږي او هر هغه ګام به چې له دغه مشروعيت سره په تضاد کښې وي ماتې وخوري او د فلسطينيانو ترمېنځ په اختلافاتو به ويجاړونکے تاثير ولري.»
په سيمه کښې روان بدلونونه ښودنه کوي چې يو شمېر لاسونه لګيا دي د فلسطين د ملت او قدس شريف راتلونکے د ځينو عربو هېوادونو د سياسي محاسباتو او معاملاتو قرباني کړي. په داسې حال کښې چې مقاومت د ملګرو ملتو د منشور مطابق د نيواکګرۍ په مقابل کښې يو روا بهير دے. د ايران د اسلامي جمهوريت پرېکنده سياست هم د ظالم په مقابل کښې د مظلوم ملاتړ دے. په تهران کښې د فلسطين د قانون ګزارۍ د جرګې د غړيو په کتنه کښې د ايران د ملي امنيت د شورا د سېکتر او د خارجه وزير څرګندونې په همدې ټکي باندې تاکيد دے.
----------