د ایران د مصلحت پیژندونکې ټولنې مشر وفات شو
د ایران د قضائيه قوې مشر، د پارلیمان مشر او خارجه وزیر د آیت الله شاهرودي د وفات تسلیت ووایه.
د ایران د قضائيه قوې مشر، د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر او د بهرنیو چارو وزیر په جلاجلا پیغامونو کښې د اسلامي ایران د نظام د مصلحت پيژاندې ټولنې د مشر او د قضائیه قوې د پخواني مشر آیت ا... سیمد محمود هاشمي شاهرودي د وفات کیدو تسلیت ویلی دی.
د ایران د قضائیه قوې مشر آیت ا... صادق آملي لاریجاني بیګا په یو پیغام کښې د آیت ا... شاهرودي د وفات په تسلیت سره د جهاد او اجتهاد د ډګر د دغه فقیه د وفات په مناسبت حضرت امام زمان(عح) په محضر کښې او همداشان د اسلامي انقلاب معظم رهبر، علمیه حوزو او هغوي کورنۍ ته تسلیت ووایه.
همداشان د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر علي لارجاني او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د آیت ا... هاشمي شاهرودي د وفات کیدو په مناسبت د تسلیت جلاجلا پیغامونه ورکړي دي.
د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د مصلحت پیژندونکې ټولنې اوسنی او د قضائیه قوې پخوانی مشر آیت ا... سید محمود هاشمی شاهرودی له یوې لنډې ناروغۍ وروسته پرون مازیګر په اویا کلنۍ کښې وفات شو.