د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79329-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_به_تل_د_فلسطین_د_خلکو_ترڅنګ_وي
د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ وي او د هغوي د ارمان ملاتړ به کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2018 14:11 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ وي

د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ وي او د هغوي د ارمان ملاتړ به کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت به تل د فلسطین د خلکو ترڅنګ وي او د هغوي د ارمان ملاتړ به کوي. دا خبره د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي زیاد النخاله په کتنه کښې وکړه او ټینګار یې وکړ چې له فلسطینه ملاتړ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست او بنیادي اصل دی.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله هم په دغه کتنه کښې د فلسطین له خلکو د ایران د ملاتړونو په قدرونې سره څرګنده کړه: ایران د فلسطین د ارمان حقیقي ملاتړی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څه وخت مخکښې د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د لیک په ځواب کښې، د ایران د ولس د ملاتړنو د قدرونې په لړ کښې له فلسطینه په بشپړ ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پر همیشنیو دریځونو ټینګار وکړ.  دوي د فلسطین د مسئلې علاج په اسلامي نړۍ کښې د مبارزې او مقاومې جهبې پياوړتیا او له غاصب صهیونیسټ رژيم او د هغه له ملاتړو سره د مبارزې سختول وبلل او څرګنده یې کړه: له دوکه مار، دروغجن او غاصب رژیم سره د مذاکرې په لور تګ یوه ستره او نه بخښل کیدونکې تیروتنه ده چې د فلسطین د ولس بریا ځنډوي او د دغه ستم ځپلي ولس تش تاوان په برخه کیږي. بې شکه چې د اسلامي امت لپاره عزت او اقتدار یوازې د استکبار او د هغه د خبیثو پلانونو په وړاندې په دریدنې کښې دی او د فلسطین مسئله د استکبار په وړاندې د اسلام د ټولو نړیوالو مسائلو په سر کښې ده.

په دې لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانونو د ۱۵۲ او ۱۵۴ نمبر اصولو له مخې (د ټولو مسلمانانو د حقوقو دفاع) او (د نړۍ په هره سیمه کښې د مستکبرانو په وړاندې د مستضعفانو له حق غوښتنې مبارزې ملاتړ) هغه مسئولیتونه دي چې د بهرني سیاست په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په غاړه دي.

د هر ډول سلطه غوښتنې او سلطه مننې نفي، د خپلواکۍ او آزادۍ ملاتړ او د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د حق او عدل له حکومته برخمنتیا هغه ثابت سیاستونه دي چې په همدې دوو اصولو کښې د ایران د اسلامي جمهوري نظام لپاره انځور شوي دي.

د ایران د بهرني سیاست د چارو کارپوه حسن هاني زاده د فلسطین د مسئلې په هکله وايي: فلسطین د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې په توګه ډیر اهمیت لري خو سعودیان غواړي چې د فلسطین مسئله هیره کړی شي.

د فلسطین مسئله او د هغه ولس برخلیک چې حقوق یې پایمال شوي او له خپل وطنه ایستل شوی دی، هیڅکله د هیریدو نه دي. ننی مقاومت د تیر وخت په پرتله د تیري ګرو په وړاندې لوړه وړتیا او توانمني لري او د اسرائيلو مخې ته ولاړ دی او هیڅکله به پرې نږدي چې صهیونیسټي رژيم خپلو سپيرو اهدافو ته ورسي.

مقاومت ته د تاوان رسولو لپاره د ځینو لویدیځو او عربو هیوادونو د هلوځلو په غبرګون کښې د النخاله ټینګار، په دې لړ کښې یو روښانه پيغام لري. د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ: د فلسطین خلک به له پخوا په لا هوډمنه توګه خپلې لارې ته تر بشپړې بریا پورې دوام ورکړي. لکه څنګه چې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ، د دې دریدنې نتیجه د ستنیدو د حق په لاریون کښې د توانمنیو او د صهونیسټي رژيم د وروستي یرغل د ماتې په شکل کښې څرګنده شوې ده.

دا پاڅون او دا کلکه اراده به خامخا د فلسطین د ولس د ارمان په لړ کښې د فلسطین برخلیک وټاکي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*