د فلسطین ولس به ډیر زر پر صهیونیسټ رژیم بشپړه بریا ومومي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79346-د_فلسطین_ولس_به_ډیر_زر_پر_صهیونیسټ_رژیم_بشپړه_بریا_ومومي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: فلسطین به پياوړی پاتې شي او د خدای په فضل به په نزدې راتلونکي کښې د فلسطیني ولس وروستۍ بریا عملي شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2018 12:42 Asia/Kabul
  • د فلسطین ولس به ډیر زر پر صهیونیسټ رژیم بشپړه بریا ومومي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ: فلسطین به پياوړی پاتې شي او د خدای په فضل به په نزدې راتلونکي کښې د فلسطیني ولس وروستۍ بریا عملي شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د فلسطین د اسلامي جهاد د عمومي منشي زیاد النخاله او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې، د فلسطین په مسئله کښې یوې روښانه معادلې ته په اشارې سره وویل: د دې معادلې له مخې که مقاومت وکړئ نو بریالي به شئ او که مقاومت مو ونه کړ، بریا به ونه لرئ خو د خدای په فضل د فلسطین خلکو له صهیونیسټي رژيم سره په مبارزه کښې تراوسه مقاومت کړی او بریالي پاتې دي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د خلکو او د مقاومت د ډلو اصلي بریا دا وه چې صهیونیسټي رژيم چې عرب پوځونو ماتې ور نه کړی شوه، د دوي په لاس په ګونډو شو او په الهي حکم به لاسترې بریاوې هم ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: صهیونیسټي رژيم چې د مقاومت له ډلو سره په دوو مخکښنیو جنګونو کښې یې یو وارې پۍ له دوویشتو ورځو او بل وارې یې پس له اتو ورځو د اوربند غوښتنه وکړه، په وروستۍ نښته کښې یوازې ۴۸ ساعته پس د ډزبندۍ غوښتونکی شو او دا د غاصب صهیونیسټي رژیم د په ګونډو کیدو په معنا دي.

دوي وفرمایل: په راتلونکي کښې چې ترڅو مقاومت وي، د صهیونیسټي رژیم زوام به هم دغه شان مخ په زوال روان وي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان د ایران پر اسلامي جمهوریت د استکبار د جبهې درنو دباؤنو ته په اشارې سره وویل: دا دباؤنه به هیڅکله له فلسطین څخه په ملاتړ کښې مونږ له خپلې الهي، دیني او عقلاني دندې ونه غړوي.