ایران داسې هیواد نه دی چې نور ورته شرط وټاکي
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ځانګړي مالي کانال (ایس، پي، وي) د جوړولو لپاره د اروپا لخوا د شرطونو په ټاکلو پورې اړوندو خبرونو په ردولو سره څرګنده کړه: ایران داسې هیواد نه دی چې نور دې ورته شرطونه وټاکي.
قاسمي له ایران سره د اروپايي اتحادیې د ځانګړي مالي کانال د جوړولو په هکله د اروپايي اتحادیې د ځنډ په هکله یوه خبرپاڼه کښې څرګنده کړه: ایران خامخا د یو کانال او لارې چارې پيروي نه ده کړې او مختلف کارونه یې ترسره کړي دي او له نیکه مرغه په نسبتاً ښو حالاتو کښې دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په عین حال کښې هیله وښودله چې اروپا سره له دې چې نه دی توانیدلی په ټاکلې نیټه خپل پيکیج یا ځانګړی مالي کانال په رسمي توګه اعلان کړي، وکړی شي په دې لاره کښې همدغه شان خپل تګ جاري وساتي او پرخپلو ژمنو عمل وکړي.
د ایران او اروپايي اتحادیې ترمینځ د مالي لارې چارې د رامینځته کولو بحث له ایټمي موافقې د امریکې له وتنې وروسته او په دغې موافقې کښې د ایران په پاتې کیدو کښې د نړۍ د ډیرو هیوادونو په تیره بیا د جرمني، انګلستان او فرانسې په شمول دریو اروپايي هیوادونو په علاقې او ټینګار سره رامینځته شو.
تمه کیده چې دغه مالي میکانزم له نومبر میاشتې نه مخکښې چې د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو دویم پړاؤ دوباره پیل شو، برابر شي خو د اروپايي اتحادیې لخوا نه دی اجرايي شوی.
اوس دا پوښتنه مطرح کیږي چې اروپا ولې د مالي کانال په رامینځته کولو کښې کمزوري څرګندوي او آیا د دې ځنډ وجه یوازې د امریکې له بندیزونو ویره ده؟
ایس، وي، پي Special Purpose Vehicle هغه سیسټم دی چې له ایران سره د اروپايي اتحادیې د ملګرتیا د دوام په موخه حتی د امریکې له بندیزونو باوجود طراحي شوی دی. د دې لارې چارې هدف د سویفټ په ځاې د یو مالي کانال جوړول او له مبادلاتو د ډالر حذفول دي. داشان چې اروپايي شرکتونه وتوانیږي د دودو نړیوالو کانالونو په کارولو سره هم له ایران سره راکړه ورکړه وکړي او هم د امریکې له سختو بندیزونو او سزاګانو سره مخ نه شي خو تراوسه هیڅ کوم هیواد د ایس، پي، وي کوربه توب ته غاړه نه ده ایښې. په امریکې پورې د اروپا له اقتصادي پيوستونه په تیریدو سره ځیني سیاسي کارپوهان باوري دي چې اروپا په یو ډول هم توغندوي او سیمه ایزو مسائلو ته د څواړخیزو مذاکراتو په غزولو کښې همهغه د امریکې د اهدافو په لټه کښې ده او د فرانسې د ولسمشر څه موده مخکښنۍ وینا همدې دریځ ته یوه څرګنده اشاره لري.
په هر حال، د اروپا کړنلاره د دې شک د رامینځته کیدو سبب شوې چې دې لارې چارې ته په نزدې راتلونکي کښې د لاسرسۍ امکان نشته. حتی ځیني دا باور لري چې اروپایان د وخت د ضایع کولو او د ایټمي موافقې پر ژمنو د ایران د ساتلو په لټه کښې دي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي دي چې په ایټمي موافقه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګټو له پوره کیدو پرته د دې حالت د دوام امکان نشته.
نو په دې وجه که د اروپا مسئله یوازې د امریکې دباؤنه وي نو باید هیله ولرو چې د دې دباؤنو په وړاندې له خپل اروپايي هویته دفاع وکړي ځکه چې ایران داسې هیواد نه دی چې نور دې ورته شرط وټاکي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*