داعش په مرکزي آسیا کښې په دیره کیدو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79506-داعش_په_مرکزي_آسیا_کښې_په_دیره_کیدو_دی
د ایران د ملي دفاع د عالي پوهنتون مشر وویل: نن سبا داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د دیره کیدو او په مرکزي آسیا کښې د شتون پیدا کولو په حال کښې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2019 09:46 Asia/Kabul
  • داعش په مرکزي آسیا کښې په دیره کیدو دی

د ایران د ملي دفاع د عالي پوهنتون مشر وویل: نن سبا داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د دیره کیدو او په مرکزي آسیا کښې د شتون پیدا کولو په حال کښې ده.

جنرال احمد وحیدي نن په تهران کښې په لویدیځې آسیا کښې د دفاع او امنیت په نړیواله غونډه کښې زیاته کړه: لویدیځه آسیا یوه ډیره کړکیچنه او ژوبل شوې سیمه ده چې د نیواک، تیري او ترهګرۍ په چوکاټ کښې پرې تپل شوي دي.

جنرال وحیدي له سوریې د امریکې د وتلو اعلان ته په اشارې سره څرګنده کړه: معلومه نه ده چې له سوریې د امریکې وتل تر کومه حده عملي شي خو له دې چارې په تیریدو سره، امریکې نن سبا په سوریې کښې ماتې خوړلې ده.

د ایران د ملي دفاع د عالي پوهنتون مشر په دې ټکي باندې په ټنیګار سره چې د آسیا په لویدیځ کښې حالات ښه شوي دي، وویل: د سوریې او عراق سیاسي بدلونونه، د یمن د صلحې موافقه او د افغانستان د صلحې خبرې اترې په دې سیمه کښې د حالاتو د مخ په کیدو ښودونکې دي.

په لویدیځه آسیا کښې د دفاع او امنیت په نامه نړیواله غونډه نن د آسیا او اروپا د یوشمیر سیاسي، دفاعي او امنیتي شخصیتونو او نظر خاوندانو په شتون سره په تهران کښې پیل شوې ده.