ایران د هندوستان د تیلو باوري تامینونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79523-ایران_د_هندوستان_د_تیلو_باوري_تامینونکی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چې نوي ډیلي ته یې سفر کړی دی، وویل: ایران تل د هندوستان لپاره د تیلو یو ډاډمن تامینونکی و او په راتلونکي کښې به هم وي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2019 04:22 Asia/Kabul
  • ایران د هندوستان د تیلو باوري تامینونکی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر چې نوي ډیلي ته یې سفر کړی دی، وویل: ایران تل د هندوستان لپاره د تیلو یو ډاډمن تامینونکی و او په راتلونکي کښې به هم وي.

محمد جواد ظریف پرون مازیګر د نوي ډیلي په هوايي ډګر کښې هند ته د خپل درې ورځني سفر په هکله زیاته کړه: له دې سفره د ایراني پلاوي هدف د «رایسینا» Raisina په نوم د خبرواترو په کلیزه غونډه کښې ګډون او په هند باندې د ایران د تیلو د خرڅون په شمول د علاقې وړ مسائلو په هکله له هندي چارواکو سره سلامشورې دي.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې له هندوستان سره اړیکې حتی د امریکې له بندیزونو وروسته هم ښې پاې شوې دي، زیاته کړه: له هندیانو سره یوه ښه بانکي موافقه لرو چې په تیر مني کښې له بندیزونو وروسته لاسلیک شوې او د دواړو هیوادونو لپاره دا امکان برابروي چې له دې لارې هم خپل واردات او صادرات او هم مالي اړتیاوې تامینې کړي.

هغه په دوام کښې وویل چې په دې سفر کښې د خصوصي برخې د استازو پراخ شتون د تهران او نوي ډیلي د اړیکو د پراختیا لپاره د ظالمانه بندیزونو په حالاتو کښې له دې فرصته استفادې ته د پرایویټ سیکټر د علاقې نښه ده.