محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79627-محصلین_داسلامی_ایران_د_راتلونکیو_هیلو_په_سر_کې_دی
د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی نن د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2019 11:24 Asia/Kabul
  • محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی

د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی نن د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی

د رهبرۍ سترمقام حضرت  ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ له پردیو د ایران د اسلامی جمهوریت د بې نیازه کولو اوله  پرمختګ سره په مرسته کې د نړۍ په هرې سیمې کې د ایرانی محصلینو یو ځای کیدا د خدای په لاره کې جهاد دې .

د رهبرۍ ستر مقام د اروپاد محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې درې پنځوسمې غونډې ته په پیغام کې چی نن د هامبورګ په اسلامی مرکز کې د حجت الاسلام جواد اژه ای په وسیله ولوستل شو ، وفرمایل محصلین داسلامی ایران د راتلونکیو هیلو په سر کې دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه هغه څه چی باید ټول پرې  پوهه شی دا دی چی د خدای په فضل او توفیق همدااوس له پرونیو محصلینو ګڼ شمیر کسان د ایران په اسلامی جمهوریت کې په سترو کارونو بوخت دی او په خپل وطن کې د پوهې او ټیکنالوجۍد پرمختګ  د خدمت خوند په ټول وجود سره احساسوی .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ محصلین به د نړۍ په هرې برخې کې دا فرصت ولری چی له مومن او خدمت کونکیو ټولګیو سره یو ځای شی او د ایران اسلامی جمهوریت له پردیو په بشپړه بې نیازه کړی او دا حرکت که په ریښتونی  او خدای نیت سره ترسره شی نو د خدای په لاره کی جهاد دې .

په اروپا کې د محصلینو د اسلامی ټولنو د اتحادیې ۵۳ غونډه نن د جرمنی د هامبورګ په اسلامی مرکز  کې ترسره شوه .