د سوريې وزيراعظم ايراني شرکتونه د خپل هېواد بيا رغونې ته راوبلل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79713-د_سوريې_وزيراعظم_ايراني_شرکتونه_د_خپل_هېواد_بيا_رغونې_ته_راوبلل
د سوريې وزيراعظم وويل، دمشق د سوريې په بيا رغونه کښې د پانګونې په برخو کښې د ايراني شرکتونو له برخې اخېستو هرکلے کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2019 08:43 Asia/Kabul
  • د سوريې وزيراعظم ايراني شرکتونه د خپل هېواد بيا رغونې ته راوبلل

د سوريې وزيراعظم وويل، دمشق د سوريې په بيا رغونه کښې د پانګونې په برخو کښې د ايراني شرکتونو له برخې اخېستو هرکلے کوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د سوريې وزيراعظم عماد خميس پرون ماښام په دمشق کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن د مشر حشمت ا... فلاحت پېشه په کتنه کښې وويل، د سوريې په بيارغونه کښې د ايران برخه اخېستل د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تجارتي مبادلې اندازه د دواړو ملتونو د غوښتنې او هيلې تر حده زياتولې شي.

خميس همدارنګ د داعش له ترهه ګرې ډلې سره په جګړه کښې له سوريې څخه د ايران د ملاتړ په قدرونې سره وويل: سوريه د دواړو ملتونو د ګټونو په لړ کښې له ايران سره د ملګرتيا د دوام غوښتونکې ده.

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د بهرني سياست او ملي امنيت د کمېشن مشر حشمت ا... فلاحت پېشه هم په دغه کتنه کښې وويل، ايران له سوريې سره داقتصادي ملګرتيا تقويت، د لاسليک شويو موافقه ليکونو اجرا او د نويو موافقه ليکنو لاسليکولو ته دوام ورکوي.

هغه  د دې په بيانولو سره چې اقتصادي برخهد تهران او دمشق ترمېنځ د ملګرتيا يو خصوصيت دے واضحه کړه، د سوريې په بيا رغونه په تېره بيا په اقتصادي بېخ بنائي برخو کښې په پانګونه کښې د ايران د برخې اخېستلو په اړه يو لړ خبرې اترې ترسره شوې دي.

د حشمت ا... فلاحت پېشه په مشرۍ يو پارلېماني پلاوے د تېر ايتوار په ورځ دمشق ته لاړ او په دغه سفر کښې يې تر اسوه د سوريې له ولسمشر بشار اسد، خارجه وزير وليدالمعلم، د پارلېمان د ملي امنيت د کمېشن له مشر فېصل الخوري او د دغه هېواد له وزيراعظم عماد خميس سره ليدنې کتنې او خبرې اترې کړې دي.