ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو مینه والو! ورځپاڼو ته د کتنې په نني پروګرام کښې درته هرکلی وایو. عزیزانو ننه هم وړومبی د تهران چاپ او که وخت پاتې شو د کابل چاپ په شمول د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمې برخې به درسره شریکې کړو، هیله ده چې تر پاې راسره ملګرتیا وکړئ.
ابرار:
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا د مشر کمال خرازي له خولې په غټو ټکیو لیکلي دي: په SPV کښې د اروپا ځنډ د منلو وړ نه دی.
خبر زیاتوي چې د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر په اروپایی شرکتونو د نفوذ لپاره د بې وسۍ په پلمه له ایران سره د تعامل د مالي حل لارې یا ایس پي وي د عملیاتي کولو لپاره د اروپایی اتحادیې بیا بیا ځنډ د نه منلو وړ وباله.
کمال خرازي پرون په تهران کې له یو ایټالیايي پلاوي سره په کتنه کې وویل: اروپایی دولتونه چې پوهیدل چې په خپلو شرکتونو یې وس نه رسیږي نو ولې یې له ایران سره مذاکرات پیلول؟
د ایران د بهرنیو اړیکو د استراتژیکې شورا مشر ټینګار وکړ: د امریکا ولسمشر ټرامپ د اروپا د کمزورې کولو او تجزیې اراده لري او په پولینډ کې د ایراني ضده غونډې د جوړولو لپاره د امریکا اقدام د اروپایی هیوادونو ترمینځ د اختلاف د سختولو لپاره دی.
**
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامی ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ په امریکا کښې د ایران د پریس ټي وي چینل د زنداني شوې انیکرې میرمن مرضیه هاشمي انځور چاپ کړی او لیکلي یې دي چې د دنیا رسنۍ د امریکې له جیله د مرضیه هاشمي د آزادۍ غوښتونکې شوې.
د پریس ټي وي د دغې اینکرې، خبریالې او مستند جوړونکې میرمنې د آزادۍ لپاره چې په اصل کښې امریکايي ده، په ټولنیزو شبکو کښې هم په FreeMarziyehHashemi هیش ټیګ سره یو نړیوال کمپین پيل شوی چې د ګډونوالو شمیر یې ورځ به ورځ په زیاتیدو دی.
په دې لړ کښې د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې د بهرنیو خپرونو د څانګې مشر پیمان جبلي پرون په امريکائي بشري حقوق نومې غونډه کښې د پرېس ټي وي نړيوال چېنل د خبريالې او اېنکرې د نيول کېدو په اړه وويل: د امريکې د حکومت جګړه يوازې له مېرمن مرضيه هاشمي او پرېس ټي وي سره نه ده بلکه د ايران د ملت او د مقاومت د محاذ د اقتدار، اخلاص او پائېدارۍ په وجه په مختلفو ډګرونو کښې څلوېښت کلنه جګړه ده چې په ټولو پړاونو کښې يې امريکه له ماتې سره مخامخه کړې ده.
د ايران د رېډيو او ټيلي ويژن د ادارې د نړيوالې څانګې مشر په سيمه او نړيواله ټولنه کښې د امريکې پرله پسې ماتو ته په اشارې سره وويل، امريکه د نړيوالو رسنيو په شوروغوغا کښې د اسلامي جمهوريت له رسنيو څخه د يوې خبرې له منتقلېدو ويره لري او په دې لار کښې د هرې هغې رسنۍ او مېډيا فعاليت چې له امريکې سره ملګرتيا نه کوي او په دغه هېواد او صهيونېسټ او سعودي رژيمونو باندې نيوکې کوي او د هغوي جنايتونه په ډاګه کوي پروپېګنډه بولي.
هغه زياته کړه، مېرمن مرضيه هاشمي د ايران په اسلامي انقلاب سره نوے ژوند حاصل کړ او د هغې برخليک، دين، نوم، لباس او د ژوند او کار کولو ځاے له اسلامي انقلابه په الهام اخېستو سره بدل شول او له همدې انقلاب سره تر څلوېښتو کلونو لويه شوه نو ځکه په اوسنۍ زمانه کښې د اسلامي انقلاب فرزنده او د انقلاب د صادرېدو سېمبول او نمونه ده.
**
کابل چاپ:
د کابل ورځپاڼو نن هم د خپلو بحثونو زیاته برخه د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر ته ځانګړې کړې ده.
مسیر:
مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې طالبان د پاکستان له فشارونو سره سره په اسلام اباد کې له ښاغلي خلیلزاد سره خبرو ته حاضر نه شول.
ورځپاڼې وړاندې د پاکستان له سفر وروسته د ښاغلي خلیلزاد ټوېټر ته په اشارې لیکلي دي چې په اسلام اباد کې یې په تېرو دوو ورځو کې له ډېرو پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په باب خبرې کړي او د عمران خان په ګډون د پاکستان مهمو چارواکو ورته د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د زلمي خلیلزاد له دغو څرګندونو ښکاري چې اوس د سولې بحث د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر ځای، د پاکستان او امریکا معاملې ته پاتې شو چې د ورځپاڼې په وینا، دا معامله به افغانانو ته ګرانه تمامه شي.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې طالبانو د افغان سولې په تړاو د امریکا له ځانګړي استازي سره د خبرو لپاره د پاکستان وړاندیز ونه مانه.
ورځپاڼې وړاندې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخيستل شوی، لیکلي دي چې طالبان نه غواړي چې د دوی او امریکا ترمنځ په خبرو کې پس له دې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات کوم رول ولري.
ورځپاڼه لیکي چې له بل لوري د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د پیل لپاره لا هم اختلاف موجود دی او هغه په دې معنی چې طالبان غواړي چې لومړی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي خبرې وکړي، خو امریکا بیا وایي چې لومړی باید د سولې په اړه خبرې وشي او بیا د ځواکونو د وتلو په څرنګوالي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د طالبانو وروستي دریځ ته په اشارې چې نه د امریکا له ځانګړي استازي او نه هم له افغان حکومت سره خبرې کوي، لیکلي دي چې پر پاکستان له فشار پرته د سولې امکانات له منځه ځي.
ورځپاڼه لیکي چې که څه هم ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د عمران خان په ګډون د پاکستان مهمو چارواکو ورته د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او بل لور ته افغان ولسمشر عمران ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي، څو د سولې په تړاو ورسره مفصلې خبرې وشي، خو د ورځپاڼې په ادعا، د پاکستان اجنډا او سیاست څرګند دی او هغه په افغانستان کې د تپل شوې جګړې دوام دی چې د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو په وسیله یې پرمخ بیايي.
**
د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د کابل ورځپاڼو د بحث بله توده مسئله ده.
ویسا:
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدا... نن د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندیدوي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې ډاکتر عبدا... عنایت فرهمند د لومړي مرستیال په توګه او اسدا... سعادتي د دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي او د دې ترڅنګ یې خلیل کرزي ته د اجرائیه ریاست څوکۍ په پام کې نیولې ده.
د ورځپاڼې په وینا، د ولسمشر غني په ټیم کې امرالله صالح د لومړي مرستیال په توګه او سرور دانش د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوي دي، خو په دغه ټیم کې اجرائیه ریاست ته ځای نه دی ورکړل شوی.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې نن د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د نوم لیکنې وروستۍ ورځ ده او تراوسه پورې لسو کسانو ځانونه د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید کړي دي.
ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو د کمېسیون د یو ویاند حفیظ ا... هاشمي په حواله لیکلي دي چې هیله مند دي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو له مهالوېشه سرغړونې ته مجبور نشي.
د ورځپاڼې په وینا، هاشمي له ټولو هغو کسانو چې معلوماتي کڅوړې یې وړي، وغوښتل چې د نوم لیکنې د بهیر تر بشپړېدو پورې ځانونه راجستر کړي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د کمېسیون په حواله لیکلي دي چې دوی یوازې د هغو کاندیدانو نوم لیکنه کوي چې دوه مرستیالان ولري او هغه کسان نه راجستر کوي چې د دوو مرستیالانو ترڅنګ یې د درېیم کس نوم هم لیکلی وي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*