د ایران په اسلامي شورا کښې د بندیزونو ضد کمیټه جوړه شوه
د ایران د اسلامي شورا د اقتصادي کمیشن مشر د ایران د تیلو د خرڅون د کمولو لپاره د امریکې هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د ایران په اسلامي شورا کښې د بندیزونو د اغیز کمولو لپاره بایکاټ ضده کمیټه جوړه شوه.

د ایرنا د خبر له مخې محمد رضا پور ابراهیمي نن په قم کښې د تقلید له مرجع آیت ا... حسین نوري سره په کتنه کښې زیاته کړه: د ایران خلاف د امریکې د غلیمانه سیاستونو دوام او همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو د خرڅون د کمولو هڅه سبب شوې چې د دښمن له دې حربې سره د مقابلې په موخه د بندیزونو د تاثیر د کمولو لارې چارې د حکومت او پارلیمان په ایجنډا کښې راشي.
هغه څرګنده کړه: د ایران د اسلامي شورا په بایکاټ ضده کمیټه کښې د تیلو د بندیزونو د اغیزې د کمولو لارې چارې وړاندې کیږي.