د ایران اسلامي انقلاب د پيړۍ ستره کامیابي وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79846-د_ایران_اسلامي_انقلاب_د_پيړۍ_ستره_کامیابي_وه
د ایران د اسلامي شورا مشر د امام خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب د پيړۍ یوه ستره بریا وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب د پيړۍ ستره کامیابي وه

د ایران د اسلامي شورا مشر د امام خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب د پيړۍ یوه ستره بریا وبلله.

علي لاریجاني نن د ایران د اسلامي انقلاب د څلویښتمې کلیزې د مراسمو د ترسره کونکې کمیټې د غړو په کتنه کښې، د ایران د اسلامي انقلاب ساتنه هغه ډیر مهم کار وباله چې دا کمیټه یې تعقیقوي.

د ایران د اسلامي شورا مشر څرګنده کړه: اسلامي انقلاب په هغه پړاؤ کښې دی چې دښمن یې په وړاندې چل ول او پلمې جوړوي د اهمیت په وجه یې د دسیسو په لټه کښې دي څو د انقلاب اغیزه او رول کم کړي.

لاریجاني په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب خلاف د دښمن ځینې څرګندونې ډیره عوام ډوله دي، وویل: اسلامي انقلاب فاسد حکومت څنګته کړ او یو ولسي حکومت یې جوړ کړ چې دا وړه بریا نه ده ځکه چې د نړۍ ډیر هیوادونه لاهم په دغو حالاتو کښې لاس پښې وهي خو د ایران ولس یو ډیکټاټوري حکومت ختم کړ او د هیواد ټولې برخې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د خلکو په رایو سره اداره کیږي.

هغه ټینګار کړ: د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنان پوهیږي چې دا هیواد په سیمه کښې داسې قدرت او سترتوب لري چې نه یې شي ختمولی.