اسلامی ایران دنورو ګټو او ټاټوبو ته تمه دارې سترګې نه غړوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i79946-اسلامی_ایران_دنورو_ګټو_او_ټاټوبو_ته_تمه_دارې_سترګې_نه_غړوی
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د ۲۰۱۶کال داګست په یو دیرشمه نیټه دایران ددفاع وزیر پشمول د دغه وزارت د متخصصانو ،څیړاندو مسئولانو په ټول کې د دفاعی او یرغلیزو توانمنیو زیاتیدا دایران داسلامی جمهوریت مسلم حق بللی ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دنورو ګټو او ټاټوبو ته تمه دارې سترګې نه غړوی

داسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د ۲۰۱۶کال داګست په یو دیرشمه نیټه دایران ددفاع وزیر پشمول د دغه وزارت د متخصصانو ،څیړاندو مسئولانو په ټول کې د دفاعی او یرغلیزو توانمنیو زیاتیدا دایران داسلامی جمهوریت مسلم حق بللی ؤ .

 زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز  سردار  سرلښکر  محمد باقری  نن په تهران کې  دخبریالانو په ټول کې   دایران د وسلوال پوځ  دامنیتی بهیر دبدلیدا په تیره بیا  دپوځ  یرغلیزې بڼې په باب  ووئیل ، دې ته په پام سره چې  ایران هیڅکله هم  د نورو ټاټوبو او ګټو ته  هیڅ تمه نه لری ، خو  د ملی ګټو اوآثارو  په ساتنې کې  ممکنه ده  یرغلیز کړچار هم ولرل شی . 

 سرلښکر  باقری  روښانه کړې ، که  څو په ایران د تیری نیّت لری ، نو  د آثارو اونښو نښانو دلیدو په بڼه کې به  دایران اسلامی جمهوریت   په انتظار کې کښې  نه نی ، چې  د ملت ګټې او د هیواد آرامښت له خطرې سره مخ شی .

 ایران د  اسلامی  جمهوریت  د وسلوال پوځ لوی درستیز همداراز  په هرمز تنګی ، فارس خلیج او عمان سمندر کې  د وسلوالو مانورو  په چاپیریال کې  بدلون ته په اشارې سره  ووئیل ،  دغه بدلونونه ښئ چې  دایران وسلوال ځواک   د دښمنانو  له هرډول ګواښونو سره  دمقابلې لپاره په بشپړ ډول تیار دی .

 داسلامی انقلاب  معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  د ۲۰۱۶کال  داګست په یو دیرشمه نیټه   دایران  ددفاع  وزیر پشمول د دغه وزارت  د متخصصانو ،څیړاندو مسئولانو   په ټول کې د دفاعی او یرغلیزو توانمنیو زیاتیدا دایران داسلامی جمهوریت  مسلم حق بللی ؤ .  دوی ټینګار کړی ؤ، په هغې نړۍ کې چې  سرزروی ،سلطه غواړی او  دډیرو کمو اخلاقو، وجدان او انسانیّت لرونکی  قدرتونه  پرې حاکم دی ،  او  په نورو هیوادونو  له تیریو او د بې ګناه خلکو  له عامو وژلو هیڅ ویره نه لری ،  ددفاعی اویرغلیزو صنائعو پراختیا  یوه بشپړ طبیعی چاره ده، ځکه  دغه قدرتونه تر څو چې دایران اقتدار اوقدرت احساس نه کړی ، امنیت به تامین نشی .