اسلامی ایران دنورو ګټو او ټاټوبو ته تمه دارې سترګې نه غړوی
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د ۲۰۱۶کال داګست په یو دیرشمه نیټه دایران ددفاع وزیر پشمول د دغه وزارت د متخصصانو ،څیړاندو مسئولانو په ټول کې د دفاعی او یرغلیزو توانمنیو زیاتیدا دایران داسلامی جمهوریت مسلم حق بللی ؤ .
زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار سرلښکر محمد باقری نن په تهران کې دخبریالانو په ټول کې دایران د وسلوال پوځ دامنیتی بهیر دبدلیدا په تیره بیا دپوځ یرغلیزې بڼې په باب ووئیل ، دې ته په پام سره چې ایران هیڅکله هم د نورو ټاټوبو او ګټو ته هیڅ تمه نه لری ، خو د ملی ګټو اوآثارو په ساتنې کې ممکنه ده یرغلیز کړچار هم ولرل شی .
سرلښکر باقری روښانه کړې ، که څو په ایران د تیری نیّت لری ، نو د آثارو اونښو نښانو دلیدو په بڼه کې به دایران اسلامی جمهوریت په انتظار کې کښې نه نی ، چې د ملت ګټې او د هیواد آرامښت له خطرې سره مخ شی .
ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز همداراز په هرمز تنګی ، فارس خلیج او عمان سمندر کې د وسلوالو مانورو په چاپیریال کې بدلون ته په اشارې سره ووئیل ، دغه بدلونونه ښئ چې دایران وسلوال ځواک د دښمنانو له هرډول ګواښونو سره دمقابلې لپاره په بشپړ ډول تیار دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د ۲۰۱۶کال داګست په یو دیرشمه نیټه دایران ددفاع وزیر پشمول د دغه وزارت د متخصصانو ،څیړاندو مسئولانو په ټول کې د دفاعی او یرغلیزو توانمنیو زیاتیدا دایران داسلامی جمهوریت مسلم حق بللی ؤ . دوی ټینګار کړی ؤ، په هغې نړۍ کې چې سرزروی ،سلطه غواړی او دډیرو کمو اخلاقو، وجدان او انسانیّت لرونکی قدرتونه پرې حاکم دی ، او په نورو هیوادونو له تیریو او د بې ګناه خلکو له عامو وژلو هیڅ ویره نه لری ، ددفاعی اویرغلیزو صنائعو پراختیا یوه بشپړ طبیعی چاره ده، ځکه دغه قدرتونه تر څو چې دایران اقتدار اوقدرت احساس نه کړی ، امنیت به تامین نشی .