که اروپا لوظ مات کړي نو ایران به هم بیاکتنه وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80012-که_اروپا_لوظ_مات_کړي_نو_ایران_به_هم_بیاکتنه_وکړي
د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: که اروپايي هیوادونه د ایټمي موافقې په لړ کښې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به هم پر دغې موافقې د پابندۍ په لړ کښې دوباره غور وکړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 31, 2019 02:02 Asia/Kabul
  • که اروپا لوظ مات کړي نو ایران به هم بیاکتنه وکړي

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: که اروپايي هیوادونه د ایټمي موافقې په لړ کښې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به هم پر دغې موافقې د پابندۍ په لړ کښې دوباره غور وکړي.

بهرام قاسمي روسیا الیوم ټي وي چینل ته په مرکه کښې، له ایران سره د اقتصادي ملګرتیا لپاره د اروپايي اتحادیې د ځانګړي مالي مکانیزم په هکله څرګنده کړه: سره له دې چې اروپایانو د دغه مالي مکانیزم په پیلولو کښې ځنډ لرلی دی خو ایران په ښه نیت سره پر مخ ځي.

هغه زیاته کړه: اروپايي او په ایټمي موافقه کښې موجودو نورو هیوادونو غوښتل چې ایران د امریکې له وتنې وروسته په دغې موافقې کښې پاتې شي او په یولړ مالي لاروچارو سره د امریکې بندیزونه بې اثره کړی شي.

قاسمي څرګنده کړه: ایران به کوشش وکړي څو د ایران د خلکو خلاف د امریکې د بندیزونو خرابونکې اغیزې ختمې کړي او په هیواد کښې دا توانمني شته چې د امریکې زیانمنونکي سیاستونه شنډ کړی شي.

قاسمي څرګنده کړه: د ایران ملي توان او اقتصادي امکانات داسې دي چې د خپلواکو هیوادونو په مرستې سره خپلې ضروري اړتیاوې پوره کولی شي او دا پړاؤ به په قدرت سره تیر کړي.