له جابري انصاري سره د لوړ رتبه روسي پلاوي کتنه
د سوريې په چارو کښې د روسيې د ولسمشر خاص استازي الېګزېنډر لاورنتيف او د دغه هېواد د خارجه وزير مرستيال سرګئ ورشنين او ورسره پلاوي په تهران کښې په خاصو سياسو چارو کښې د ايران د خارجه وزير له لوړرتبه مرستيال حسين جابر انصاري سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د ايرنا د رپوټ له مخې دواړو خواو په دغه کتنه کښې د سوريې د وروستيو سياسي او ميداني بدلونونو او د د دغه هېواد د اساسي قانون په کمېټۍ کښې د مدني ټولنې د استازيو د فهرست د حتمي کولو په شمول د دغې کمېټۍ د تشکيلېدو د لارې د خنډونو په باره کښې بحث او د نظر تبادله وکړه.
روسي پلاوي او جابري په دغه کتنه کښې په سورچې د آستانې د راتلونکې سرمشريزې غونډې چې د فرورۍ په څوارلسمه کيږي د اېجنډې او وروستۍ بيانيې د په دغه هم صلاح مشورې وکړې.
د سوريې په باره کښې د ايران، روسيې او ترکيې څلورمه سرمشريزه غونډه به په روسيې کښې جوړه شي.
جابري انصاري او د روسي پلاوي همدارنګ په دغه کتنه کښې د يمن د وروستيو بدلونونو او د سوئيډن د سټاکهوم د صلحې د موافقې د اجرا د چلند او د هغې د لارې د خنډونو په اړه خبرې اترې او صلاح مشورې وکړې.