ایران د مالي مبادلاتو لپاره د اروپا په تمه نه کښېني
د ایران خارجه وزیر وايي، له سوداګري مبادلاتو د ملاتړ لاره چاره (اینسټکس) له ایرانه زیات د اروپائیانو لپاره مهم دی څو دنیا ته وښئي چې خپلواکي لري او خپلې ګټې تعقیبولی شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ایران د مالي راکړو ورکړو لپاره د اروپا په تمه نه پاتې کیږي، ټینګار وکړ چې په دې پړاؤ کښې د ایران او اروپا ترمینځ له سوداګري تبادلو د ملاتړ د لارې چارې برابرول یو ازمیښت دی او باید وګورو چې اروپائیان څومره جدي دي.
محمد جواد ظریف پرون د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن په غونډه کښې له ګډون وروسته خبریالانو ته وویل: له ایران سره د سوداګري تبادلاتو او د یوې مالي لارې چارې د جوړولو لپاره د اروپائیانو اقدام ناوخته و او باید ډیر زر ترسره شوی وی چې د امریکې د دباؤنو په وجه دومره وځنډیده.
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې اروپایان باید خپل وعده کړي اقدامات زر پیل کړي، زیاته کړه: ایران د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی خو اروپائیانو پرې عمل نه دی کړی او له دې موافقې د امریکې د وتنې تاوان یې هم نه دی جبیره کړی.
ښاغلي ظریف څرګنده کړه: له سوداګري مبادلاتو د ملاتړ لاره چاره (اینسټکس) له ایرانه زیات د اروپائیانو لپاره مهم دی څو دنیا ته وښئي چې خپلواکي لري او خپلې ګټې تعقیبولی شي.