جنرل صفوي: امريکه داعشي ترهه ګر افغانستان ته منتقلوي
د ايران د ټولو قواو د معظم قوماندان عالي صلاحکار او مرستيال وويل، اسلامي جمهوريت د امريکايانو لخوا افغانستان ته د داعشي ترهه ګرو له منتقلولو څخه دقيقه اطلاع لري.
د اېسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې جنرل سيد يحيی رحيم صفوي نن په تهران کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د څلوېښتمې کليزې په مراسمو کښې په عراق او افغانستان کښې د امريکې ماتو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، د امريکې او صهيونېسټانو قوت مخ زوال دے.
جنرل صفوي همدارنګ په تېرو څلوېښتو کلونو کښې د ايران کاميابيو ته په اشارې سره وويل، ايران په تېرو څلوېښتو کلونو کښې وکړې شول د صهيونېسټانو په مقابل کښې د خپل دفاعي قوت په زياتولو سره په يو سيمه ايز قوت بدل شي او له دې امله اسلامي انقلاب د نړۍ د مسلمانانو او ازادي غوښتونکو لپاره يوه نمونه کېدې شي.
هغه د سوريې په مسئله کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تدابيرو او دور اندېشۍ په بيانولو سره زياته کړه، د امريکايانوو صهيونېسټانو او د ځينو عربو هېوادونو په دسيسې سره له يو لکو نه زياتو داعشيانو په سوريې او عراق حمله وکړه خو ايران د سوريې او عراق د حکومتونو په غوښتنه د دغو هېوادونو مرستې ته ورودانګل او د دښمنانو دسيسه يې شنډه کړه.