خرازي: ايران د سيمې له ټولو هېوادونوسره خبرو اترو ته آماده دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80233-خرازي_ايران_د_سيمې_له_ټولو_هېوادونوسره_خبرو_اترو_ته_آماده_دے
د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر پرون د قطر له الجزيزه چېنل سره په مرکه کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې له ټولو هېوادونو سره خبره اترو ته آماده دے.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2019 01:35 Asia/Kabul
  • خرازي: ايران د سيمې له ټولو هېوادونوسره خبرو اترو ته آماده دے

د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجکې شورا مشر پرون د قطر له الجزيزه چېنل سره په مرکه کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې له ټولو هېوادونو سره خبره اترو ته آماده دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې سيد کمال خرازي په دې باندې په تاکيد سره چې د سيمې هېوادونه پکار دي له يو بل سره خبرې اترې وکړي وويل، د سيمې هېوادونه بايد د بهرنيو له دخالت نه بغېر صلحې او امنيت ته د رسېدو لپاره فېصله وکړي.

هغه د دې په بيانولو سره چې ايران د سائنس ،ټېکنالوجۍ او اقتصادو په شمول په مختلقو برخو کښې د پام وړ کاميابۍ حاصلې کړې دي زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت دې ته آماده دے چې خپلې څلوېښت کلنۍ تجربې د سيمې د هېوادونو په اختيار کښې ورکړي.

د ايران د بهرنيو تعلقاتو د سټراټيجي شورا مشر په سيمه کښې له ايرانه د ويرونې د پراختيا په لړ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د ځينو هېوادونو د چارواکو وروستي نفسياتي جنګ ته په اشارې سره وويل، له ايرانه ويرونه د ځينو عربو هېوادونو د سرمايو د نابودۍ او له صهيونېسټ رژيم سره د هغوي د تعلقاتو د پياوړتيا سبب شوې ده.

سيد کمال خرازي زياته کړه ، امريکه له سعودي ملاتړ کوي ځکه چې د دغه هېواد شتمنيو ته ضرورت لري او د بې معنې  څيزونو د اخېستو لپاره يې له رياضه څلور سوه ميليارډ ډالر اخېستي دي.

هغه په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د ايران د مبارزې په اړه وويل، ايران د عراق او سوريې مرستې ته ورودانګل ځکه چې د دغو دوو هېوادونو له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د تهران د مرستې غوښتنه کړې وه.

خرازي د لبنان له حزب ا... څخه هم د ايران د ملاتړ په باره کښې هم واضحه کړه، ايران په دې وجه له حزب ا... ملاتړ کوي چې حزب ا... صهيونېسټو غاصبانو سره جنګيږي او له لبنانه د صهيونېسټ رژيم د وېستلو سبب شو. سيد کمال خرازي د نورو هېوادونو د بنديزونو په مقابل کښې د قطر د مقاومت هم قدرونه وکړه.