ظريف: د مائک پېنس خبرې خندونکې دي
د ايران خارجه وزير ايران ته د نازي حکومت په تشبيه ورکولو کښې د امريکې د ولسمشر د مرستيال مائک پېنس څرګندونې خندونکې وبللې.
د امريکې د ولسمشر مرستيال وړمه ورځ د ايران په خلاف د ورشو له ناکامې غونډې وروسته د ايران په خلاف د نازيانو په شان يهود دښمنه بې بنياده تورونه مطرح کړل.
محمد جواد ظريف پرون د جرمني له شپيګل اونيزې سره په مرکه کښې د ايران په خلاف د امريکې د ولسمشر د مرستيال څرګندونې خندونکې وبللې او وې ويل: ايران تل (د يو آسماني دين د پېروکارو په حېث) د يهوديانو حامي دے او د صهيونېسټانو د نيواکګرۍ مخالف دے.
هغۀ د ايران د فوځي قوت او توغنده اي پروګرام د پراختيا په باره کښې هم وويل: د اېشيا لويديځه سيمه له وسلو ډکه ده او ايران مجبور دے خپله دفاع وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د دې په بيانولو سره چې د فارس خليج د څنډې هېوادونو يوازې په 2018 کال کښې د سل ميليارډ ډالرو وسلې اخېستې دي تاکيد وکړ، د ايران د اسلامي جمهوريت وسلې يوازې دفاعي اړخ لري.
ظريف له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وېستلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو په اړه وويل: د اېشيا په لويديځ سيمه کښې د امريکې په مداخلت سره په دغه سيمه کښې ګډوډي، تندلاريتوب او ترهه ګري راڅرګنديږي نو ځکه يوازې له سوريې څخه د امريکې وتل کافي نه دي.
د ايران خارجه وزير همدارنګ په سوريې کښې د ايراني صلاحکارانو شتون ته په اشارې سره وويل، ايران د سوريې د حکومت د غوښتنې مطابق او له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د دغه هېواد له فوځ څخه د ملاتړ لپاره صلاحکارانه شتون لري او هرکله چې د سوريې حکومت له ايرانه وغواړي چې له دغه هېواده اوځي ايران به له سوريې بهر شي