داسلامی ایران امکانات په لویدیځی آسیاسیمې کې ساری نه لری
محمدجواد ظریف همداراز له نازی حکومت سره دایران په یوشان بللو کې دامریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس ایرانی ضدڅرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی،انسان له دغه جهالت او کم عقلی افسوس کوی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا دجرمنی پّه میونیخ کې ددیره ایرانیانو په ټول کې د ټوانمنو ډاکټرانو او باسواده ځوانانو شتون دایران یوه ځانګړنه او امتیاز وبالۀ او زیاته ئې کړې ده ، امریکا او اسرائیلی رژیم دایران خلک په نښه کړی دی .
محمد جواد ظریف همداراز له نازی حکومت سره دایران په یوشان بللو کې دامریکا د ولسمشر دمرستیال مایک پنس ایرانی ضد څرګندونو په غبرګون کې وئیلی دی،انسان له دغه جهالت او کم عقلی افسوس کوی .
دایران خارجه وزیر دمیونیخ په امنیتی کنفرانس کې دګډون لپاره جرمنی ته تللی دی.
دمیونیخ امنیتی کنفرانس دجمعې په مازدیګر د هیوادونو د ولسمشرانو ،خارجه او دفاعی چارو وزیرانو ، او دځینو نړیوالو اورګانونو چارواکو پشمول دنړیوالو او سیاسی او امنیتی شخصتونو په شتون سره پیل شوی دی .
ټاکل شوې ده دایران خارجه وزیر دمیونیخ په امنیتی کنفرانس کې پر وینا سربیره ، له ځینو نړیوالو شخصیتونو او چارواکو سره هم لیده کاته وکړی .
محمد جواد ظریف د دغې غونډې ترڅنګ تر دې دمه د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست له مسئولې ، دملګروملتو دسمنشی له سیاسی مرستیال ، د یونیسف یا د ملګروملتو دماشومانو دبسپنې له اجرائی مد یر،د نړیوالو سپین روبو ډلې څخه مری راینسن او اخضر ابراهیمی یو شمیر نورو نړیوالو شخصتونو او چارواکو سره لیده کاته کړی دی .