اسلامی ایران دسیمې له درستوهیوادونوسره د ورورولۍ اړیکې غواړی
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران تل دسیمې لپاره امنیت رامینځةکړی او هیڅکله هم په سیمې کې تیریو پیلونکی نه دی ، ټینګار کړی ، مسلمانان باید متحد شی او په دوستانه اوورورګلویزو اړیکو سره دسمیې امنیت تامین کړی .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په سترې ولسی غونډې کې وئیلی دی ، په داسې حال کې چې دایران ځینی ګاونډیانو تیروتی لاره غوره کړې ده ، ایران د سیمې له درستو هیوادونو سره په زړه پورې اوورورګلویزې اړیکې غواړی .
ډاکټر حسن روحانی نن دایران په جنوب بندرلِنګه ښآر کې د لسګونوزره خلکو په ولولناک ټول کې په سیستان بلوچستان کې دجیش الظلم ترهه ګرې ډلګۍ حملې ته په اشارې سره وئیلی دی ، دایران ملت به بې شکه ددغو شهیدانو د وینې غچ واخلی .
هغه وئیلی دی ، دایران اسلامی جمهوریت به هیڅکله هم اجازت ورنکړی ، هغه جنایتکار تالی څټی چې دهغوی وسلې او مالی سرچینې پَردی تامینوی، د ایران داسلامی جمهوریت پاسداران شهیدان کړی .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران تل دسیمې لپاره امنیت رامینځةکړی او هیڅکله هم په سیمې کې تیریو پیلونکی نه دی ، ټینګار کړی ، مسلمانان باید متحد شی او په دوستانه اوورورګلویزو اړیکو سره دسمیې امنیت تامین کړی .
ډاکټر روحانی په دې خبرې په ټینګار سره ، هغه کسان چې په سیمې کې فکر کوی امریکال اوصهونیسټان ورته امنیت رامینځةکوی ، سخت تیروځی ،روښانه کړې ؛ د استکباری قدرتونو هلې ځلې اواقدامات دسیمې په ملتونو ،مذهبونو اوقومونو کې د تفرقې او اختلاف درامینځةکولو لپاره دی ، چې باید په دې زمینې کې ځیر اوهوښیار ووسو .
د اسلامی ایران ولسمشرهمداراز په دې خبرې سره چې امریکااو صهونیسټان د ایران په ملت په دباؤ پسې دی،ووئیل؛اسلامی ایران په وحدت ، مقاومت او اتحاد سره ، ددښمنانو دسیسې ناکامې کړی .