صهیونیسټي رژیم د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80457-صهیونیسټي_رژیم_د_نړیوالو_حقوقو_خلاف_ورزي_کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم اقدامات خطرناک وبلل او څرګنده یې کړه: اسرائیل نړیوال حقوق د پښو لاندې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 21, 2019 03:14 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم اقدامات خطرناک وبلل او څرګنده یې کړه: اسرائیل نړیوال حقوق د پښو لاندې کوي.

ایرنا لیکلي چې محمد جواد ظریف پرون یوې جرمن ورځپاڼې ته په مرکه کښې د صهیونیسټي رژیم له خوا د لبنان او سوریې د هوايي حریم خلاف ورزۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل: په سیمه کښې د اسرائیلو اقدامات د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د پریکړه لیکونو خلاف ورزي کونکي دي.

د ایران خارجه وزیر په سوریې باندې د صهیونیسټي رژیم حملې (بلا غوښتنه) وبلله.

ظریف په سوریې کښې د ایران سلاکاري شتون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ایراني سلاکاران د سوریې د حکومت په غوښتنه، په دغه هیواد کښې شتون لري.

د ویلو ده چې اسرائيل تل د ترهګرو د ملاتړ لپاره د سوریې د پوځ سنګرونه او بیخ بیناوې په نښه کوي او خپلې زیاتره حملې د لبنان له خاورې ترسره کوي.

د لبنان چارواکو هم د صهیونیسټي رژيم له خوا د خپل هیواد د هوايي حریم په خلاف ورزۍ اعتراض کړی دی خو اسرائيل د امریکې د ملاتړونو په سیوري کښې خپلو تیریو ته دوام ورکوي.