په سیمې کې ددښمنانوګواښونه دبیلابیلوسیمود ملتونو دیووالی لامل شوی
په سیمې کې د اسلامی انقلاب فرهنګ اوکلتور،امریکا سربداله کړې ده .سردار اسماعیل اسلامی انقلاب یو دوامدار حرکت بللی او ټینګار ئې کړی دی،داسلام دښمنان چې په سر کې ئې ا مریکا او سرائیل دی،هره ورځ په بیلابیلو دسیسو سره ددغه انقلاب د دومدار او ځیر حرکت په مخنیوی پسې دی،خو تر د ې دمه ناکام دی او د غه خوب به ګور ته له ځان سره یوسی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک د قوماندان جانشین سردار تورن جنرال اسماعیل قاآنی دایران په قم سپیڅلی ښار کې په دې خبرې په ټینګار سره چې په سیمې کې د اسلام دبچیانو نړیوال بسیج ځواک جوړ شوی،ووئیل،دبیلابیلو هیوادونو ځوانان نن سبا د اسلام ددښمنانو د دسیسو په مقابل کې له اسلامه د دفاع لپاره سره متحد او یو موټی شوی دی .
سردار اسماعیل له درستو دسیسو سره سره دایران د ا سلامی انقلاب حرکت مخ په وړاندې بللی او زیاته ئې کړې ده ،داسلامی انقلاب په څلویښت کلنۍ کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود د وجود په برکت نه یوازې د دښمنانو دسیسې او ګواښونه شنډ شوی ، بلکې درست ګواښونه په فرصت بدل شوی دی .
هغه په لویدیځی آسیا سیمې کې دخپل هیواد دسیاستونو په ناکامۍ د امریکائی چارواکواعتراف ته په اشارې سره وئیلی دی،په سیمې کې د اسلامی انقلاب فرهنګ اوکلتور،امریکا سربداله کړې ده .سردار اسماعیل اسلامی انقلاب یو دوامدار حرکت بللی او ټینګار ئې کړی دی،داسلام دښمنان چې په سر کې ئې ا مریکا او سرائیل دی،هره ورځ په بیلابیلو دسیسو سره ددغه انقلاب د دومدار او ځیر حرکت په مخنیوی پسې دی،خو تر د ې دمه ناکام دی او د غه خوب به ګور ته له ځان سره یوسی .