ايران په سوريې کښې دوه لکه کورونه جوړوي
د تهران صوبې د انبوه سازانود انجمن نائب مشر وويل، ايران او سوريې په سوريې کښې د دوه لکه کورونو د جوړولو لپاره يو تفاهم ليک لاسليک کړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د تهران د انبوه سازانود انجمن نائب مشر ايرج رهبر دې ته په اشارې سره چې دغه آبادونه به د سوريې په پائتخت دمشق کښې ترسره کيږي وويل،په ايران کښې پنځوس زره انجنيئران شتون لري چې کولې شي د سوريې په شمول له ايران په بهر کښې فعاليت وکړي.
د ايرج رهبر د وېنا له مخې په سوريې کښې دوه لکه کورونه به په زيات احتمال تر راتلونکو دريو مياشتو پورې عملياتي شي.
د ايران اسلامي جمهوريت د سوريې د بحران له شروع کېدو يعنې ۲۰۱۱ کال راهسې د دغه هېواد د حکومت په غوښتنه د دمشق ترڅنګه ؤ او دے او په ځلونو يې هم تاکيد کړے دے چې د سوريې د بيارغونې لپاره به له هيڅ کوششه ډډه ونه کړي.