دایران او د سوریې اړیکې د ورورګلوۍ پراساس دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80581-دایران_او_د_سوریې_اړیکې_د_ورورګلوۍ_پراساس_دی
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر په تهران کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت به د تیر وخت په شان د سوریې د خلکو او دملت په څنګ کښې وي وویل د تهران او د دمشق اړیکې د ورورګلوۍ او وحدت پراساس ولاړې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2019 02:12 Asia/Kabul
  • تهران به د ثبات ، د کډوالود بیرته ستنیدا  او په داخلي سیاسي بهیر کښې د دمشق په څنګ کښې وي .
    تهران به د ثبات ، د کډوالود بیرته ستنیدا او په داخلي سیاسي بهیر کښې د دمشق په څنګ کښې وي .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر په تهران کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت به د تیر وخت په شان د سوریې د خلکو او دملت په څنګ کښې وي وویل د تهران او د دمشق اړیکې د ورورګلوۍ او وحدت پراساس ولاړې دی .

حسن روحانی د ترهګرو په مقابل کښې د سوریې د حکومت ، ملت او د پوځ بریالیتوبونه مهم او ارزښمن وبلل او ویې ویل ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې تل دسوریې په څنګ کښې ولاړ دی او په دې لړ کښې یې له هیڅ ډول مرستې ډډه نه ده کړی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی دې ته په اشارې سره چې ایران د سوریې د بیا رغاونې په بهیر  کښې ګډون ته چمتو دی وویل تهران به د ثبات ، د کډوالود بیرته ستنیدا  او په داخلی سیاسی بهیر کښې د دمشق په څنګ کښې وی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د سوریې په ډیرو سیمو کښې د امنیتی حالاتو په ښه کیدا د خوښې په څرګندولو سره وویل د سوچی په وروستۍ غونډې کښې دایران د روسیې او د ترکیې مشرانو د سوریې دځکمنۍ بشپړتیا دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ او د سوریې دحکومت له اجازې پرته د امریکا او دنورو بهرنیو ځواکونو  د هرډول پوځی شتون دوام یې وغند .

د سوریې ولسمشر بشار اسد هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې دسوریې ملت او حکومت تل له ترهګرو سره د مبارزې  او د سیمې او د سوریې د امنیت د ساتلو په لاره کښې د ایران د مشر تابه د ستر مقام ، د حکومت او دملت د ملاتړونو قدرونه کوی وویل زه د دغه قدردانۍ دڅرګندولو لپاره تهران ته راغلی یم .

د سوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړه  سوریه نن سبا د تیر وخت په نسبت له زیات امنیت او ثبات څخه برخورده ده .

بشار اسد ټینګار وکړ په سوریې کښې د ارامښت او د امنیت دتثبیت په لړ کښې د «سوچی» د وروستۍ غونډې او د استانه د بهیر په شمول د څواړخیزه ملګرتیاو او دایران د اسلامی جمهوریت د کړچار ملاتړ کوو .