دایران او د سوریې اړیکې د ورورګلوۍ پراساس دی
-
تهران به د ثبات ، د کډوالود بیرته ستنیدا او په داخلي سیاسي بهیر کښې د دمشق په څنګ کښې وي .
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر په تهران کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت به د تیر وخت په شان د سوریې د خلکو او دملت په څنګ کښې وي وویل د تهران او د دمشق اړیکې د ورورګلوۍ او وحدت پراساس ولاړې دی .
حسن روحانی د ترهګرو په مقابل کښې د سوریې د حکومت ، ملت او د پوځ بریالیتوبونه مهم او ارزښمن وبلل او ویې ویل ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې تل دسوریې په څنګ کښې ولاړ دی او په دې لړ کښې یې له هیڅ ډول مرستې ډډه نه ده کړی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی دې ته په اشارې سره چې ایران د سوریې د بیا رغاونې په بهیر کښې ګډون ته چمتو دی وویل تهران به د ثبات ، د کډوالود بیرته ستنیدا او په داخلی سیاسی بهیر کښې د دمشق په څنګ کښې وی .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د سوریې په ډیرو سیمو کښې د امنیتی حالاتو په ښه کیدا د خوښې په څرګندولو سره وویل د سوچی په وروستۍ غونډې کښې دایران د روسیې او د ترکیې مشرانو د سوریې دځکمنۍ بشپړتیا دساتلو پرضرورت ټینګار وکړ او د سوریې دحکومت له اجازې پرته د امریکا او دنورو بهرنیو ځواکونو د هرډول پوځی شتون دوام یې وغند .
د سوریې ولسمشر بشار اسد هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې دسوریې ملت او حکومت تل له ترهګرو سره د مبارزې او د سیمې او د سوریې د امنیت د ساتلو په لاره کښې د ایران د مشر تابه د ستر مقام ، د حکومت او دملت د ملاتړونو قدرونه کوی وویل زه د دغه قدردانۍ دڅرګندولو لپاره تهران ته راغلی یم .
د سوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړه سوریه نن سبا د تیر وخت په نسبت له زیات امنیت او ثبات څخه برخورده ده .
بشار اسد ټینګار وکړ په سوریې کښې د ارامښت او د امنیت دتثبیت په لړ کښې د «سوچی» د وروستۍ غونډې او د استانه د بهیر په شمول د څواړخیزه ملګرتیاو او دایران د اسلامی جمهوریت د کړچار ملاتړ کوو .