دایران اقتدار او د استکبار په وړاندې پایدارۍ :-
-
په ناجایزو حکومتونو پانګونه او پیسې لګول د دښمن د ماتي یو(۱) بل دلیل دی .
دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران د قدس(Quds) ځواک قومندان برید جنرال قاسم سلیمانی د ایران داسلامی جمهوریت په مقابل کښې د دښمن ماتی حتمی وبلله .
قاسم سلیمانی د ایران په جنوب کښې د کرمان ولایت د شپږزره او پینځه سوه(۶۵۰۰) شهیدانو د غونډې په مراسمو کښې په دې ټکی ټینګار سره وویل استکباری روحیه د دښمن د ذات برخه ده او د هیوادونو په ګټو او ملتونو سترګې پټول د دښمن د ماتی دلیل دی .
دایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال قاسم سلیمانی په ناجایزو حکومتونو پانګونه او پیسې لګول د دښمن د ماتی یو(۱) بل دلیل وباله او دې ته په اشارې سره چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ په هرځاې کښې د ملتونو سپکاوی کوی ډاګینه کړه سعودی عربستان د خپلې ناپایدارۍ په دلیل په امریکا تکیه او اړونده شوی دی خو باید پوه شی امریکا چې کله خپلې ګټې په خطر کښې وګوری نو عربستان نابودوی .
قاسم سلیمانی د داعش ډلې دماتی او له عراق څخه دامریکا د پوځیانو د شړلو په اړه وویل دا د اسلام قدرت دی چې مسلمان ملتونه سره متحد کیږی او په دښمن یرغل کوی .
په عراق او سوریې دجنګونو ورتپل او داعش ښکاره په حقیقت کښې د تکفیری ترهګرۍ په نوم اوزار سره د سیمې د ویشلو پلان نوی پړاو ته ورننباسل وو چې د مقاومت په بریالیتوب سره یې ماتی وخوړله .
د لبنان د« البنا »ورځپاڼې مسول چلونکی «ناصر قندیل »ددغه او د مقاومت د بهیر په اوږدمهاله اغیزونو شننې کښې وایی د ۲۰۰۶ میلادی کال د دوبی له جنګ وروسته په سیمې نوی معادله واکمنه شوه او ویې ښودله چې هر څه د سیمې د ملتونو په ارادې او په حق او مقاومت د هغوې له ایمان سره اړه لری .
د کاناډا لیکوال «ناعومی کلاین» په خپل مشهور کتاب «ډاکټرین شوک» کښې لیکی د مقاومت جبهه وتوانیدله د اسرائیلو د رژیم جنګی ماشین له پښو وغورځوی او په خپل بریالیتوب سره یې د اسلامی نړۍ او دسیمې لپاره نوی معادله ولیکله .
بې شکه په عراق او سوریې کښې د داعش رامینځته کیدل او هغه هڅې چې په تیرو څو کلونو کښې د سیمې د ویشل کیدا لپاره وشوې د سیمې د ټولو ملتونو لپاره ستر خطر وو .
په دغه دسیسې کښې د ال سعود په شان دسیمې مرتجع رژیمونه په دغه سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په اوزار بدل شول خو د غه حرکت د اسلامی مقاومت دجبهې دقدرتمن بهیر په مقابل کښې دوام ونکړ او ماتی یې وخوړله .
په حقیقت کښې که چیرې له دغه بهیر سره د مقابلې د لومړۍ کرښې د ملتونو مقاومت او اراده نه وائ نن به داعش په ټولې سیمې سلطه موندلی وه .
په دې لړ کښې دامریکا هدف دسیمې دملتونو ویرول او د ګواښونو په مقابل کښې په دریدا کښې دهغوې دبې وسه ښودل دی .
خو له دښمانانو سره د جنګ په جبهو کښې بریالیتوب وښودله چې په مقاومت او دریدا سره د ګواښونو په مقابل کښې دریدلی شی او له دښمن ونه ویریږی .
امریکا او داسرائیلو رژیم په سیمه کښې د ناامنۍ او دشرارت د رامینځته کولو د دوو (۲) قطبونو په توګه له ځینو عربو هیوادونو سره یوځاې هڅه وکړه
د ایران اسلامی جمهوریت هم له چیلنج سره مخ کړی خو ونه توانیدل چې خپل هدف ته ورسیږی .
دایران ملت دغه وس لری چې په قدرت سره د دسیسو او د دباونو په مقابل کښې ودریږی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د کرمان ولایت د ۶۵۰۰ شهیدانو د درنښت د غونډې له چارواکو سره په کتنې کښې چې د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د کب دمیاشتې په ۶ نیټه وشوه جوته کړه له نرم جنګ څخه د ایران د دښمانانو هدف او هڅه د ایران دملت غمجن کول او ناهیلی کول او ډګر ته له ورننوتلو دهغوې ویرول دی خو په مقابل کښې زمونږ لپاره د شهیدانو پیغام او زیری دا دی که چیرې د دښمانانو د غوښتنې په اپوټه د مبارزې ډګر ته ورننوځئ خدای پاک ج به د سپیڅلی دفاع د پړاو په شان ویره او غم لیرې کړی .