ايران د لبنان د حزب الله په خلاف د برطانيې اقدام وغندۀ
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د لبنان د حزب الله په راوستلو کښې د برطانوي حکومت اقدام په غندلو سره وويل، د برطانيې دغه اقدام د لبنان د ولس د يوې پراخې برخې او د دغه هېواد په ادارې او سياسي جوړښت کښې د حزب الله د قانوني روا والي او مقام ته د بې پامۍ په معنا دے.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې بهرام قاسمي پرون د دې په بيانولو سره چې حزب الله په لبنان کښې يوه ډېره پراخه اجتماعي او ولسي مقام لري زياته کړه، حزب الله د لبنان د نورو ګوندونو په شان د لبنان انتخاباتو، رسمي او قانوني فعاليتونو منجمله په بلدياتي انتخاباتو ، شغلي او پېشه ورانه اتحاديو کښې په ګډون سره فعاله او رغانده شتون لري.
قاسمي د دې په بيانولو سره چې حزب الله په اوس حال کښې نه يوازې د لبنان په پارلېمان کښې يو شمېر چوکۍ لري بلکه د دغه هېواد په کابينه کښې هم شتون لري واضحه کړه، حزب الله د صهيونېسټ رژيم د نيواکګرۍ او او تيري په وړاندي د لبنان له ملي حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا څخه په دفاع کښې د لبنان او سيمې د اکثرو خلقو ملاتړ لري
قاسمي په دې باندې په تاکيد سره چې په قطعي توګه د برطانوي حکومت غلط اقدام د حزب الله کردار او مقام نه شي پيکه کولې د برطانيې حکومت ته نصيحت وکړ چې د حقائقو د درک کولو لپاره په وروستيو پارلېماني انتخاباتو او نورو انتخاباتي فعاليتونو کښې د حزب ا... د رايو اندازه دې وڅېړي.