دایران ملت به دعزت او سرلوړۍلارې ته هماغه راز دوام ورکړی
د اسلامی ایران ولسمشر له نورو هیوادونو سره رغنده تعامل دایران کړچار وبالۀ او وې وئیل،هغه هیوادونه چې له ایرانه لیرې شوی دی،ګرَم دی،ځکه اوس ایران د آذربایجان جمهوریت،روسیې،قزاقستان او ترکمنستان پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لری .
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن د ایران دشمال ګیلان ولایت د لاهیجان ولسوالۍ دلسګونو زره خلکو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره دایران ملت په تاریخی آزموینې کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی ،ووئیل ، دایران ولس د دښمنانود بندیزونو په وړاندې دریدلی او هغوی ته ئې درنه ماته ورکړې ده .
ډاکټر روحانی په دې خبرې په ټینګار سره چې دښمن به هیڅکله دایران په ضد خپلو سپیرو موخو ته ونه رسیږی ، زیاته کړې ، دښمن هڅه کړې ، دایران په ضد دبندیزونو په اعمالولو کې نړۍ له ځان سره ملګری کړی ، خو په دغې مرحلې کې ئې هم ماته وخوړله .
داسلامی ایران ولسمشر د وارسا غونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره روښانه کړې ، دښمن په دغې ناستې کې هم ناکام شوی دی ، ځکه دامریکا متحدان په دغې غونډې کې د دغه هیواد د پروګرام او دسیسې په وړاندې ودریدل.
حسن روحانی ددې خبرې په کولو سره چې ایران داقتصادی اونفسیاتی جنګ په شرائطو کې دی ، ووئیل ، دایران ملت او حکومت به په مقاومت او کلکې دریدا سره د دښمنانو په وړاندې کې بریالی شی .
د اسلامی ایران ولسمشر له نورو هیوادونو سره رغنده تعامل دایران کړچار وبالۀ او وې وئیل ، هغه هیوادونه چې له ایرانه لیرې شوی دی،ګرَم دی،ځکه اوس ایران د آذربایجان جمهوریت ،روسیې،قزاقستان او ترکمنستان پشمول له ګاونډیو هیوادونو سره تر ټولو ښې اړیکې لری .