قاسمي: امريکايان د اېشيا په لويديځ کښې د تاوتريخوالي ساتل غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80915-قاسمي_امريکايان_د_اېشيا_په_لويديځ_کښې_د_تاوتريخوالي_ساتل_غواړي
د ايران دخارجه وزارت وياند وويل، امريکايان د جعلي او غېر حقيقي ادعاګانو او تورونو په وړاندې کولوسره له ګڼ شمېر او په ظاهر کښې نه هوارېدونکو بحرانونو سره د تاوتريخوالي نه د ډک چاپېريال په شکل کښې د اېشيا د لويديځ د اوسنيو حالاتو د ستاتنې په لټه کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2019 10:28 Asia/Kabul
  • قاسمي: امريکايان د اېشيا په لويديځ کښې د تاوتريخوالي ساتل غواړي

د ايران دخارجه وزارت وياند وويل، امريکايان د جعلي او غېر حقيقي ادعاګانو او تورونو په وړاندې کولوسره له ګڼ شمېر او په ظاهر کښې نه هوارېدونکو بحرانونو سره د تاوتريخوالي نه د ډک چاپېريال په شکل کښې د اېشيا د لويديځ د اوسنيو حالاتو د ستاتنې په لټه کښې دي.

د ايران د خارجه وزرات وياند بهرام قاسمي نن د ايران او عراق د تعلقاتو په باره کښې په سراويک نومې انرجۍ په کلنۍ غونډه کښې د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو د څرګندونو او د ملګرو ملتو له مشر سره په کتنه کښې د دغه امريکائي چارواکي د تکراري او بې ارزښتنه ادعاګانو په ردعمل کښې وويل:د ايران او عراق تعلقات په پوره توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو په ارادې او د ايران او عراق دواړو ملتونو د غوښتنې او د يو بل د احترام، اعتماد او ګټو په بنياد ټينګ دي.

د ايران د خارجه وزارت وياند واضحه کړه، ايران او عراق د امريکې مداخلت کونکو سياستونو په خلاف هيڅ يو لورې په مقابل لوري د خپلې ارادې او غوښتنو د تپلو په لټه کښې نه دے.

قاسمي زياته کړه د امريکې اوسني سياستونه د امريکې لخوا د سيمې د ځينو هېوادونو د زرګونو بې ګناه انسانانو د سرونو او د بېخ بناو د ويجاړۍ ، د سيمې د هېوادونو ترمېنځ د تنازعواو بحرانونو د زياتولو او د وسلو د صادراتو د پراختيا او د دغه هېواد لپاره د درامدو د زياتېدو په بيه تمام شوي دي.

د ايران په خلاف د امريکائي چارواکو ادعاګانې په داسې حال کښې کيږي چې له صهيونېسټ رژيم څخه د بې قېد او شرطه ملاتړنو،د يمن په جنګ کښې د سعودي له ائتلاف څخه د فوځي ملاتړ، په ايران کښې د بلوو جوړولو لپاره دکوششونو او په سوريې کښې له ترهه ګرو ډلو څخه ملاتړ په شان د امريکې د حکومت سياستونه په سيمه کښې د تاوتريځوالي د جوړېدو عامل دي.