امریکا دبشری حقوقوتر ټولو سترخلاف ورزی کونکی هیواد دی
بهرام قاسمی زیاته کړې ، په ایران کې دبشری حقوقو دوضعیّت په باب د امریکا دخارجه زوارت په کلنې راپور کې داشارې وړ موردونه هم په ایران کې د ځینو پیښو په باب ناسم ،غرضی او سیاسی تحلیلونه اواخستونونه دی ، چې امریکا په بشری حقوقو کې په تورتمې او بې دفاع کارنامې سره ، هیڅکله دهغو په باب د هغو د ارزونې صلاحیّت نه لری .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی پرون ناوخته په نورو هیوادونو کې دبشری حقوقو د وضعّیت په باب د امریکا دخارجه وزارت دکلنی راپور په غبرګون کې وئیلی دی ، امریکا په داسې حال کې دبشری حقوقو دکلنی راپور په خپرولو سره ، د تورونو ګوته ، دنورو هیوادونو دبشری حقوقو دوضعّیت په لور سموی ، چې پخپله دخپل ټاټوبی په داخل او بهر کې دبشری حقوقو دخلاف ورزۍ ترټولو درنده دوسیه لری اوتل د ډیرو حکومتونو ، عموی افکارو، نړیوالو او داخلی اړونده موسسو او اورګانونو دبشری حقوقو دشخصیتونو ،فعالانو،ملګروملتو اوددغې مووسسې دځانګړو رپورټرانو له خوا اوحتی دامریکاپه داخل کې ورباندې سختې نیوکې کیږی .
بهرام قاسمی زیاته کړې ،په ایران کې دبشری حقوقو دوضعیّت په باب د امریکا دخارجه زوارت په کلنې راپور کې داشارې وړ موردونه هم په ایران کې د ځینو پیښو په باب ناسم ،غرضی او سیاسی تحلیلونه اواخستونونه دی،چې امریکا په بشری حقوقو کې په تورتمې او بې دفاع کارنامې سره،هیڅکله دهغو په باب د هغو د ارزونې صلاحیّت نه لری .
د ایران دخارجه وزارت ویندوی ټینګار کړی،د امریکا حکومت دبشری حقوقو له نړیوالو سټنډرډونو سره په تضادکې د سیاستونو او چلندونوپه غوره کولو او یو اړخیز پالنې ته په مخه کولو او دملګروملتو دبشری حقوقو د نړیوالو رپورټرانو او استازو نظر او دنړیوالو محکمو فیصلو ته په بې پامۍسره سره،هماغه راز په سرزورۍ ، بدماشۍ،دوکو اوچلول سره دخپلواکه هیوادونو د پراختیا،امنیت اوثبات دکمزوری کولو او ددبشپړ سیاسی موخو اوددباؤ داعمالولو دتعقیبولو لپاره له بشری حقوقو دآوزاری استفادې سیاست تعقیبوی .